د بریتانیا دفاع وزیر: پوځ مو نور مالي ملاتړ ته اړتیا لري

د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا دفاع وزیر بېن والېس د دغه هېواد پر لومړي وزیر بورېس جانسن غږ کړی چې پر اوکرایین د روسیې یرغل ته په کتو دې د بریتانیا پوځي ځواکونو بودیجه ورزیاته کړي.
هغه له وړاندې په بریالي ډول ۲۰۲۰ کې د دفاع وزارت بودیجه کې زیاتوالی راوستی وو خو په خپله نوې وینا کې به پر دې ټینګار کوي چې د نویو ګواښونو بڼه بدله شوې.
بریتانیا اوسمهال د سړي سر عاید دوه سلنه پر دفاع لګوي. دا د ناټو لخوا خپلو غړیو هېوادونو ته ټاکل شوې ټيټه کچه ده.
خو د رپوټونو له مخې ښاغلي والېس له لومړي وزیره غوښتي وو چې تر ۲۰۲۸ دا کچه دوه نیم سلنې ته لوړه کړي.
ده وروسته دا رپوټونه رد کړل خو ویې ویل د بریتانیا د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارو په رڼا کې باید د دفاع لپاره بودیجه هم په هماغه ډول زیاته شي.
د حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي د واکمن محافظه کار ګوند چارواکي پر داسې یوه پلان غور کوي چې له مخې به یې د دفاع بودیجه د انفلاسیون تر کچې یعنې نژدې لس سلنه لوړه شي.
د بریتانیا لومړی وزیر جی اووه سرمشریزه کې د دغه هېواد دفاعي بودیجه کې پر زیاتوالي وپوښتل شو، نوموړي له ځواب ورکولو ډډه وکړه خو ویې ویل چې دوه سلنه دفاعي لګښت یې "تر ټولو ټیټه کچه ده نه لوړه."
پر اوکرایین د روسیې یرغل او سیمه کې د روسیې لخوا زیاتېدونکي ګواښ ناټو سازمان او ډېر هېوادونه اړ کړي چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي.
د بریتانیا دفاع وزیر بېن والېس به هم یوې کم سارې وینا کې ولس ته ووايي چې حکومتونه باید د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره پر دفاع لګښت زیات کړي.

د عکس سرچینه، PA Media
دفاعي بودیجه کې د یوې لسیزې په اوږدو کې له پرله پسې کمښت وروسته د بریتانیا حکومت ۲۰۲۰ کې اعلان وکړ چې څه باندې شل مېلیارد ډالره به د راتلونکو څلورو کلونو په اوږدو کې د دفاع وزارت بودیجې ته ور اضافه کوي.
خو انفلاسیون او لګښتونو کې زیاتوالی په دې مانا دی چې ښايي دا پیسې هم کافي نه وي او حکومتي چارواکي فکر کوي چې پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته اوس باید پر دفاع لا نورې پیسې ولګول شي.
د روان کال مارچ میاشت کې ښاغلي والېس د بریتانیا چانسلر یا د مالیې وزیر رېشي سوناک ته لیکلي وو چې د دفاع وزارت بودیجه زیاته کړي.
ده اوس لومړي وزیر بورېس جانسن ته هم یو لیک استولی او همدا غوښتنه یې ترې کړې. د بریتانیا دفاع وزیر بېن والېس همدا راز له لومړي وزیره غوښتي چې پر ناټو هېوادونو غږ وکړي چې پر دفاع د لګښت تر ټولو ټیټه کچه د سړي سر عاید له دوه سلنې - دوه نیم سلنې ته پورته کړي.
د بریتانیا د پوځ یو لوړپوړي جنرال سر پټرېک څه وخت وړاندې خپلو پوځیانو ته ویلي وو چې باید روسي ځواکونو سره د جګړې لپاره چمتو واوسي.
نوموړي زیاته کړې وه چې پر اوکرایین د روسیې یرغل دا ښکاروي چې "بریتانیا باید د خپلې خاورې دفاع او ځواکونه یې دې ته چمتو واوسي چې روسیو ځواکونو سره وجنګېږي."
د بریتانیا د دفاع وزیر به دا وینا داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د ناټو مشران هم د اسپانیا مادرید ښار کې یوې سرمشریزه کې سره راټول شي.
دې سرمشریزه کې به ټول پام د غړو هېوادونو چمتووالي او پر دفاع د لګښتونو په تړاو وي.









