د بریتانیا لومړی وزیر وايي، سعودي عرب کې به د بشري حقونو موضوع راپورته کړي

Prime Minister Boris Johnson

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن له سعودي او متحده عربي اماراتو مشرانو سره لیدنې کوي.

بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، پر روسي تېلو او ګاز د تکیې ختمولو لړ کې به له خلیجي مشرانو سره خبرو کې د بشري حقونو موضوع راپورته کړي.

ښاغلي جانسن به پر چهارشنبه له سعودي عرب او متحده عربي اماراتو مشرتابه سره د انرژۍ امنیت او نورو مسایلو په هکله خبرې وکړي.

نوموړی وايي، د هغه نوي واقعیت سره د مخامختیا په پار چې موږ ورسره مخامخ یو، یوه نړیوال اتحاد ته اړتیا ده.

خو منتقدین بیا په دې هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت په هکله نیوکې کوي. سعودي عرب د تېرې اونۍ پای کې په یوه ورځ ۸۱ کسان اعدام کړل او د دې هېواد ولیعهد محمد بن سلمان ته د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال جمال خاشقجي وژنې په لړ کې د پړې ګوته نیول کېږي، چې ۲۰۱۸ کال کې په مرموز ډول ووژل شو.

د بریتانیا لیبر ګوند مشر سر کیېر سټارمر په دې هکله وايي:

''د یوه دکتاتور له لاسونو د بل دکتاتور لاسونو ته د خولۍ (کنټرول) ورتلل، انرژي پالیسي نه ده. ''

خو د بریتانیا لومړی وزیر وايي، د دې لپاره چې لوېدېځ هېوادونه د روسي ولسمشر ولادیمر پوتین له باج اخیستنې ځان وژغوري، باید د ده د هېواد له سونتوکو کارولو ډډه وکړي او نور ملګري ولټوي.

له نوموړي له یوه داسې حکومت سره د ګډ فعالیت څرنګولي په هکله پوښتنه وشوه، چې د بشري حقونو موضوع په هکله یې ډېرې پوښتنې شته، ښاغلي جانسن وویل:

The prime minister inspects a guard of honour after landing at Abu Dhabi airport

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ابوظبۍ هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته د لومړي وزیر هرکلی وشو.

''دا موضوعات مې څو ځله راپورته کړي، ان هغه وخت چې زه د بهرنیو چارو وزیر وم، له هغه پرته هم او دا ټول موضوعات راپورته کړي او نن به یې بیا هم راپورته کړم. ''

نوموړي د خپل هېواد په هوايی چلن کې د پاکو نفتو کارولو لپاره د سعودي عرب یو میلیارد ډالرو پانګونې اعلان ستایلو تر څنګ وویل:

''د دې مانا دا نه ده، چې موږ به پر خپلو هغو اصولو ټینګ پاتې نه شو، یا به هغه موضوعات نه راپورته کوو چې موږ ټولو ته مهم دي او په هکله یې فکر کوو. ''

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې لیس ټرس به بي بي سي سره خبرو کې د لومړي وزیر د دې سفر دفاع کړې او په وینا یې د تېلو او ګاز متبادلو سرچینو موندلو لړ کې د بریتانا لټون ''قطعاً سمه '' چاره ده.