سعودي په يوه ورځ ۸۱ کسان اعدام کړل

د عکس سرچینه، Getty Images
سعودي عربستان له ترهګرو کړیو سره په تړاو ۸۱ کسان اعدام کړل. د دغه هېواد رسمي خبري آژانس سپا وايي په اعدام شوو کسانو کې اووه يې د یمن او يو یې د سوريې وګړی هم وو.
دغه خبري آژانس د کورنیو چارو د وزارت له خولې ویلي چې ۳۷ تنه اعدام شوي د سعودي عربستان وګړي وو چې د امنيتي ځواکونو د ترور د هڅې په تور او یا هم د پولیسو د پوستو او کتارونو د په نښه کولو له امله ګنګار پېژندل شوي وو.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي هغوی د "منحرف" یا اوښتي نظریې لارویان وو چې د هغه پر ټکو "ځانونه یې د دغه هېواد پر غلیمو ډلو داعش، القاعدې او د یمن پر حوثي یاغیانو پلورلي وو".
تېر کال هلته ټولټال ۶۹ کسان اعدام شوي وو. په یوه ورځ کې د ۸۱ تنو اعدام د کال له ټولو اعدام شویو کسانو لوړ دی.
له دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان په سعودي عربستان کې د اعدام سزا غندلې وه او ویلي یې وو چې د سیاسي تورنو او د حکومت د نیوکګرو په ګډون ګڼ کسان په ډېر ناانصافه ډول د اعدام په سزا رسېږي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي وو چې ځېنو اعدام شوو کسانو پر حکومت له سوله ييزې نیوکې پرته بل هېڅ څه لا نه و کړی چې دومره لویه سزا دې ورکړل شي.
سعودي د ایران او چین تر څنګ له هغو هېوادونو دی چې د اعدام سزا په کې ډېره ده. په دریو واړو هېوادونو دا تور هم دی چې حکومته یې د اعدام سزا د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره کاروي.
د بشري حقونو فعالانو هم د سعودي د محکمو د عدالت او انصاف په اړه اندېښنې ښودلې.
سعودي په محکمو داسې هم پېښې چې کم عمرو کسانو ته پکې د اعدام سزا اورول کېږي.
د ترهګرۍ، وسله والې غلا، د نشه يي توکو قاچاق، همجنس پالنه، وژنو او تېري تورونه تر ډېره په سعودي کې د اعدام سزا لرلی شي او د دغه هېواد د چارواکو په وینا موخه يې د سترو جرمونو مخنیوی دی.
تېر کال یوه ۱۷ کلن ځوان مصطفی هاشم الدرویش اعدام کړل شو. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د لاریونونو او اعتراض پر مهال نیولی شوی و. د دغه کم عمره ځوان اعدام د بشري حقونو د نړیوالو ادارو سخت غبرګونونه راپارولي وو.
د بڼې او د محکمو د بهیر په اړه به خبرې وي خو په لومړي ځل سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې پر یوه ورځ د دومره لوی شمېر کسانو د اعدام خبر ورکوي.










