اوکرايين جګړه کې" ۳۶۴ ملکيان وژل شوي"

اوکرايين

د عکس سرچینه، Reuters

پر اوکرايين د روسيې د بريد پر يوولسمه ورځ هم د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې جګړه روانه وه. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې د ۲۵ ماشومانو په ګډون ۳۶۴ ملکیان وژل شوي او ۷۵۹ نور ټپیان دي شوي دي.

خو دغه اداره وېره څرګندوي چې ښايي د مرګ کره شمېر له دې هم لوړ وي.

د دغې ادارې په راپور کې همدا راز راغلي چې، د ثبت شویو ملکي تلفاتو ډېره برخه په سیمه کې د چاودېدونکو وسلو د کارولو له امله ده چې د درنو توپونو ګوزار، توغندیز او هوایي بریدونه په کې شامل دي.

بل پلو د سره صلیب نړیوالې ادارې اعلان کړی چې د اوکرایین په سویل ختیځ کې د ماریوپل ښاره د ملکي کسانو ایستل بېرته بند کړي دي.

روسي او اوکراییني پوځیان یو بل له اوربنده پر سرغړونې تورنوي.

د ماریوپل ښار چارواکو ویلي، په لنډ مهالي اوربند په دې موخه هوکړه شوې وه چې عامو خلکو ته اجازه ورکړي چې له سیمې ووځي.

اوکرايين

د عکس سرچینه، Reuters

دا په داسې حال کې ده چې د کرملین چارواکي وايي، ولادمیر پوتین د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټلیفوني خبرو کې ویلي، اوکرایین به هغه مهال خپل نظامي عملیات پای ته ورسوي چې اوکرایین خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او د مسکو غوښتنې ومني.

روسیه ټینګار کوي چې پر اوکریین هوايي او ځمکني بریدونه یې "ځانګړي نظامي عملیات" دي.

د روسیې ولسمشر بیاځلي ټينګار کړی چې بریدونه به یې د پلان او وخت له مخې دوام ولري.

خو د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په وينا، اردوغان پوتین سره ټلیفوني خبرو کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه وايي پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې له دغه هېواده د وتلو کسانو شمېر تر یو نیم میلیون اوښتی دی.

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (یو این اېچ سي ار) مشر فېلېپو ګراندي ویلي دغه کسان تېرو لسو ورځو کې ګاونډیو هېوادونو ته اوښتي دي.

د اوکرایین د جګړې له کبله کډوالي د کډوالۍ څپه له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته اروپا کې د کډوالۍ تر ټولو لويه څپه بلل شوې ده.