اسراییل د اوکرایین کړکېچ د سوله ییز حل هڅې پیل کړې؛ کیېف له هند هم همکاري غوښتې

د عکس سرچینه، Reuters
اسراییل د اوکرایین جګړې ته د دیپلوماتیک حل د موندلو هڅې پېل کړې. د اسراییل لومړی وزیر نفتالي بېنت په دې لړ کې مسکو ته تللی او له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې لیدلي دي.
هغه تر دې وړاندې د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره هم تلیفوني خبرې کړې.
د اسراییل د حکومت یوه ویاند ویلي چې د دوی لخوا دغه دیپلوماتیکې هڅې له امریکا، فرانسې او جرمني سره په همغږۍ پیل شوې.
اسراییل غواړي د روسیې او اوکرایین منځګړی شي.
رپوټونه وايي ښاغلي بېنت ولسمشر پوتین سره درې ساعته لیدنه کې د اوکرایین د یهودي ټولنې د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه هېواد ته روغتیايي ډلې استوې.
له هند د مداخلې غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې سره هندي رسنۍ وايي د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر دېمیترو کولېبا د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره لیدلي او له هغه یې غوښتي چې د له روسیې سره د پیل شوي کړکېچ هواري کې مرسته وکړي.
هندوستان ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې لیکلي چې ښاغلي کولېبا د هند له عامو خلکو هم غوښتي چې د ده د هېواد ملاتړ وکړي.
ښاغلي کولېبا د نورو هېوادونو د ملاتړ په اړه د ېوې پوښتنې ځواب کې ویلي:
"موږ له لومړي وزیر مودي غواړو چې ولسمشر پوتین سره خبرې وکړي او هغه پوه کړي چې دا جګړه د چا به ګټه نه ده."
په رپوټ کې د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر په حواله ویل شوي چې هند له اوکرایین د کرهنیزو محصولاتو تر ټولو ستر پېرېدونکی دی او که دا جګړه دوام کوي نو موږ ته به د نوي فصل کر کیله ستونزمنه شوي.










