د اوکرایین په ښاري سیمو کې تلفات ډېرېږي

د ویډیو تشریح، اوکرایین جګړه؛ په ښاري سیمو کې تلفات ډېرېږي

اولیګ روبیک د اوکرایین په ژیتومیر ښار کې د خپل وران، ویجاړ کور په کنډواله کې ولاړ دی، چې روسي ځواکونه پرې بمباري کړې.

په دې برید کې د اولیګ مېرمن وژل شوې او لور یې ټپي شوې ده.

پر اوکراییني ښارونو د روسي ځواکونو بریدونو له ډېرېدو سره په دغه هېواد کې ورته پېښې هم په ډېرېدو دي.