شننه: روسی پوځ د اوکرایین جګړه کې سختو ننګونو سره مخ دی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, فرانک ګارډنر
- دنده, د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال
د اوکرایین جګړه لسمې ورځې ته داخله شوې، او تر دې دمه ترلاسه شوي رپوټونه ښیي چې روسي پوځ هغسې لاسته راوړنې نه دي درلودلې چې تمه یې کېدله.
پر اوکرایین له یرغل وړاندې داسې ګومان کېده چې د روسیې پوځ کې اساسي اصلاحات شوي او په اغېزناکو 'جنګي تکتیکي کنډکونو' وېشل شوی.
په دې هر کنډک کې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پوځيان شامل دي او دوی د ټانکونو، ډرون الوتکو او راکټ لانچر په مرسته پوځي عملیات کوي.
تمه دا کېدله چې روسی پوځ به له څو اړخونو او په څو بڼو پر 'دوښمن' ګزار کوي، خو تر اوسه داسې نه دي شوي.
په ځانګړې توګه د اوکرایین په شمال کې روسي پوځي قومندانان په دې نه دي توانېدلي چې دې 'مودرنه' جګړه کې بریالي شي.
یاده سیمه کې د روسیې ګڼشمېر پوځي موټر د میخانیکي ستونزو له کبله له کاره لوېدلي، پوځیان یې وژل شوي او جنګي تجهیزات یې له لاسه ورکړي دي.
داسې ګومان کېږي چې روسانو په دې سیمه د اوکرایین لخوا مقاومت په اړه هم ناسم اټکل کړی و او د دومره سختې جګړې تمه یې نه کوله.
د لویدیځو هېوادونو استخباراتو هم ویلي، روسیې چې د اوکرایین جګړې لپاره کوم مهالوېش ټاکلی و هغه ناسم ثابت شوی او روسي پوځ له خپل اصلي پلان سره سم پرمختګ نه دی کړی.
همدې وضعیت ته په کتو اوس داسې ښکاري چې روسي پوځ هلته خپل جنګي تکتیک بدل کړی دی.
اوس د روسیې پوځ د ښارونو محاصره کول پيل کړي، داسې یو تکتیک چې په تېر کې ازمویل شوی او اغېزناک ثابت شوی.
دوی د ښار له محاصره کولو ورسته پرې سخته او دوامداره بمباري کوي،هلته د هر ډول مقاومت ملا ماتوي او تسلیمېدو ته یې اړ باسي.
د دې تکتیک منفي اړخ دا دی چې محاصره شوې سیمه کې ولسي وګړو ته درنه مرګژوبله اوړي.
خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په دې اړه د نړیوالو د نیوکو پروا نه ده کړې او پر اوکرایین د یرغل د پای ته رسولو نیت نه لري.
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي بیا له ناټو او امریکا غوښتنه کړې چې د روسیې د بمباریو د مخنیوي لپاره دې د اوکرایین هوایي حریم وتړي.
خو لویدیځو هېوادونو تر دې دمه له دې ګام ډډه کړې، ځکه وېره شته چې دا چاره به جګړه نوره هم پراخه کړي او ښایي د روسیې او ناټو هوایي ځواکونه مخامخ جګړه کې ښکېل شي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم ویلي، که ناټو د اوکرایین هوایي حریم د تړلو هڅه وکړي نو دا به 'جګړې ته د داخلېدو' په معنا وي.










