هېټي کې زوروره زلزله؛ ۳۰۰ کسان مړه او نږدې ۲۰۰۰ ټپي شوي دي

د عکس سرچینه، EPA
هېټي کې د رېښتر په کچه ۷ اعشاریه ۲ درجې زوروره زلزله شوې.
تر دې دمه دې زلزله کې د ۳۰۰ کسانو مړینه تائید شوې او ویل کېږي له ۲۰۰۰ ډېر نور ټپي دي.
خو دا د مرګژبلې لومړني راپورونه دي او ویل شوي چې بدلون به پکې راشي.
مرستندویان او ژغورندویه ډلې لا تر نړېدلو ودانیو لاندې د احتمالي بندو پاتې کسانو په لټون بوختې دي.
د دې زلزلې مرکز د 'سن لوییس دو سود' ښار د سویل ۱۲ کیلومترۍ کې ثبت شوی دی.
ځايي رسنۍ وايي دا زلزله دوه پیاوړې وه چې له مرکزه یې ۱۲۵ کیلومتره هاخوا د هېټې پلازمېنه پورتو پرېنس او د کارائیب نورو هېوادونو کې هم حس شوې ده.
د هېټي لومړي وزیر ارییل هانري د پراخې ویجاړۍ خبر ورکړی او یو میاشتنی بېړنی حالت یې اعلان کړی دی.
د زلزلې مرکز ته د یوې نږدې پرتې سیمې اوسېدونکې کرېسټلا سېنټ هیلر رسنیو ته ویلي "ډېر کورونه نړېدلي، ګڼ کسان مړه دي او ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي."
د پورتو پرېنس یوه اوسېدونکي نائومي ورنویس بیا اسوشېټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي:
"موږ د ۲۰۱۰ کال زلزله تجربه کړې، نو باید منډې کړې مو وای او تښتېدلي وای. یو ناڅاپه رایاده شوه چې دوه ماشومان او مور مې کور پاتې دي. هغوی ته مې ګاونډي وویل چې ژر له کوره را ووځي."
هېټې کې د ۲۰۱۰ کال زلزله کې تر ۲۰۰ زره ډېر کسان مړه شوي وو.

د عکس سرچینه، Social Media
هغې زلزلې د دغه هېواد بېخ بناو، بنسټیزو تاسیساتو او اقتصاد ته دروند زیان واړاوه.
دا زلزله داسې وخت کې شوې چې د هېټې ولسمشر تېره میاشت خپل کور کې یوه وسله وال برید کې ووژل شو.
دې پېښې دغه هېواد له سیاسي اړخه له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ کړی.





