د ایټالیا زلزله: ۱۵ زره کسان سرپناه نه لري

د عکس سرچینه، AFP
د ایټالیا د ملکي ساتنې سازمان وايي، له ۱۹۸۰ کال راپدېخوا له ټولو قوي زلزلې وروسته، په هېواد کې ۱۵ زره کسان بې کوره شوي. وروستۍ زلزله کې څوک نه دي وژل شوي، خو ۲۰ کسان ټپیان شوي.
دغې زلزلې ډېر مالي زیانونه واړول او ګڼې ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.
وروستۍ ۶٫۶ درجې زلزله هماغې سیمې ته نژدې وشوه، چې په تېر اګست کې پکې یوې بلې زلزلې نژدې ۳۰۰ کسان وژلي وو.
د ایټالیا لومړي وزیر ماتیو رنتسي د زلزلې ځپلو سیمو د بېرته رغونې لپاره د کابینې بېړنۍ ناسته جوړه کړې.
اوس د زلزلې له کبله ډېری بې ځایه شوي وګړي له خپلوانو او ملګرو سره اوسېږي، خو د ایټالیا د ملکي ساتنې سازمان ویلي، له هغو ۱۵ زره وګړو سره مرسته کوي چې د اوسېدو ځای نه لري.

د عکس سرچینه، Reuters
۱۰ زره کسان په موقتي سرپناګانو، د ورزش په لویو خېمو او سرپټو ځایونو کې اوسېږي.
د یکشنبې پر شپه زرو کسانو په موټرو یا تر شنه اسمان لاندې شپه تېره کړه.
د ادریاتیک سمندر پر څنډه هوټلونه هم د ۴ زره ځپل شویو وګړو کوربانه دي.
د یکشنبې ورځې له زلزلې وروسته ۱۰۰ کوچنۍ زلزلې هم شوې چې د یوې درجه پکې ۲٫۵ وه.
دا زلزلې له پلازمېنې روم نه څه باندې ۱۰۰ کیلومتره لیرې هم حس شوې دي.
یوه اونۍ وړاندې، هم دوو لویو (۵٫۵ او ۶٫۱ درجې زلزلو) دا سیمه ولړزوله.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، EPA
له ۱۹۰۰ راهیسې ایټالیا کې زلزلې
- ۲۰۱۶ اکتوبر: نورسیا، د ایټالیا مرکزي سیمه، ۶٫۶ درجې زلزلې ویجاړي رامنځته کړې، خو مرګ ژوبله نه لري
- ۱۹۸۰ نومبر: کمپانیا، د ایټالیا سوېل کې ۶٫۹ درجې زلزلې ۵۰۰۰ کسان ووژل
- ۱۹۳۰ جولای: ارپینیا، کمپانیا، ۶٫۶ درجې زلزلې ۱۴۰۰ کسان ووژل
- ۱۹۱۵ جنوري: لاکیلا، ۶٫۷ درجې زلزلزې تر ۳۰۰۰۰ ډېر کسان ووژل
- ۱۹۰۸ ډسمبر: مسینیا، د ۷٫۱ درجې زلزلې او څونامي له کبله لږترلږه ۲۰۰۰۰۰ کسان ووژل شول
- ۱۹۰۵ سپټمبر: کلابریا، د ۷٫۲ درجې زلزلې او څونامي تر ۲۵۰۰ کسان ووژل
- د یکشبنې د زلزلې کچه ۶٫۶ درجه او ژوروالی یې یوازې ۱٫۵ کیلومتر ښودل شوی.










