مکسیکو کې زلزله: د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰ ته رسېدلی

اوکساکا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اوکساکا ایالت کې ګڼ شمېر کورونه پر کنډوالو بدل شوي دي

مکسیکو کې د پنجشنبې ورځې د زلزلې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰ ته رسېدلی دی. یوه حکومتي ویندوی ویلي، یوازې سویل لویدیځ اوکساکا ایالت کې ۷۱ کسان دغه زلزله کې وژل شوي دي. د ریکتر پر کچه د دغې زلزلې شدت اته اعشاریه یو ثبت شوی دی.

چارواکو ویلي له زلزلې وروسته ۷۲۱ ځله کوچني ټکانونه ثبت شوي دي او سلګونو کورنیو د دویم ځلې زلزلې له ډاره شپه تر شنه اسمان لاندې تېره کړې.

دا په تېره یوه پېړۍ کې دغه هېواد کې تر ټولو سخته زلزله بلل کېږي. د جمعې پر ورځ د دغه هېواد ختیځې برخې سمندرې توپان وځپلې او د ګڼ باران او ځمکښوېدنې له کبله دوه کسان وژل شوي وو.

یو کور چې تر خاورو خځلو لاندې شوی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د زلزلې ټکانونو په خورا لرې پرتو سیمو کې هم محسوس شوي دي
یو کور چې توپان ځپلی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د شنبې پر ورځ ځینې سیمې توپان وځپلې
جوتیچان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د شنبې پر ورځ مرستندویان تر خاورو لاندې شوي کسان راباسي
ټپیان

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د عکس تشریح، په زلزله کې د ټپي شویو کسانو درملنه کېږي
مرستندویان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د حکومت له لوري له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره کمپونه لګول شوي
د وژل شویو خپلوان

د عکس سرچینه، AFP/getty

د عکس تشریح، په زلزله کې د وژل شویو کسانو خواشیني خپلوان
لټون

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د عکس تشریح، اوکساکا کې د زلزلې له کبله کورونه وران ویجاړ شوي دي
اډېر کسان په اوکساکا ایالت کې وژل شوي دي

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د عکس تشریح، ډېر کسان په اوکساکا ایالت کې وژل شوي دي
رضاکاران

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د عکس تشریح، مرستندویان هغه توکي یو ځای کوي، چې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره راټول شوي دي