تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مکسیکو کې زلزله: د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰ ته رسېدلی
مکسیکو کې د پنجشنبې ورځې د زلزلې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰ ته رسېدلی دی. یوه حکومتي ویندوی ویلي، یوازې سویل لویدیځ اوکساکا ایالت کې ۷۱ کسان دغه زلزله کې وژل شوي دي. د ریکتر پر کچه د دغې زلزلې شدت اته اعشاریه یو ثبت شوی دی.
چارواکو ویلي له زلزلې وروسته ۷۲۱ ځله کوچني ټکانونه ثبت شوي دي او سلګونو کورنیو د دویم ځلې زلزلې له ډاره شپه تر شنه اسمان لاندې تېره کړې.
دا په تېره یوه پېړۍ کې دغه هېواد کې تر ټولو سخته زلزله بلل کېږي. د جمعې پر ورځ د دغه هېواد ختیځې برخې سمندرې توپان وځپلې او د ګڼ باران او ځمکښوېدنې له کبله دوه کسان وژل شوي وو.