تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د انډونیزیا زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۲ ته ورسېد
د انډونیزیا په اچې ولایت کې ۶،۴ رېختر درجې زلزله شوې، چې له امله یې د وژل شویو شمېر ۵۲ ته رسېدلې دی.
چارواکي وايي، په زلزله کې تر ۲۵ پورې کسان ټپیان شوي دي.
په لومړیو کې چارواکو ویل چې په دې پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، په لسګونو کسان له کنډوالو لاندې دي او وېره شته چې د مړو شمېر نور هم زیات شي.
په سیمه کې یو چارواکي سید مولیادي بي بي سي ته ویلي، په وژلو شویو کې څو ماشومان هم دي.
نوموړی وايي، یو ځايي روغتون هم ویجاړ شوی دی.
د خلکو د ژغورنې لپاره سیمې ته مرستندویه ډلې رسېدلې دي.
له زلزلې وروسته خلک د نورو ټکانونو د پېښېدلو له وېرې له کورونو وتلي او تر شنه اسمان لاندې ناست دي.
د زلزلې مرکز د سماترا ټاپو سګلي ښار ښودل شوی، چې په لسګونو کورونه پکې وران شوي دي.
په انډونیزیا کې د هواپوهنې اداره د څونامي د پېښېدلو وېره ښيي.
په ۲۰۰۴ کال هم په انډونیزیا کې د ۹،۲ درجې زلزلې له امله څونامي پیدا شوه او ډېر ورانی یې وکړ.
له هغه مخکې هم په اچې کې زلزلې تر یو لکو ډېر کسان وژلي وو.