ایټالیا کې زوروره زلزله شوې

د ایټالیا مرکزي سیمې ۶٫۶ درجې زلزلې لړزولې دي. تېره اونۍ هم هلته پنځه اعشاریه پنځه درجې زلزلې پلازمېنه روم ولړزاوه.

په زلزله کې د انسانانو د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

دوه میاشتې وړاندې ایټالیا کې یوې لویې زلزلې لږترلږه ۳۰۰ کسان وژلي وو او ګڼې مېنې یې ورانې کړې وې.

له ۱۹۰۰ راهیسې ایټالیا کې زلزلې

  • ۲۰۱۶ اکتوبر: نورسیا، د ایټالیا مرکزي سیمه، ۶٫۶ درجې زلزلې ویجاړي رامنځته کړې، خو مرګ ژوبله نه لري
  • ۱۹۸۰ نومبر: کمپانیا، د ایټالیا سوېل کې ۶٫۹ درجې زلزلې ۵۰۰۰ کسان ووژل
  • ۱۹۳۰ جولای: ارپینیا، کمپانیا، ۶٫۶ درجې زلزلې ۱۴۰۰ کسان ووژل
  • ۱۹۱۵ جنوري: لاکیلا، ۶٫۷ درجې زلزلزې تر ۳۰۰۰۰ ډېر کسان ووژل
  • ۱۹۰۸ ډسمبر: مسینیا، د ۷٫۱ درجې زلزلې او څونامي له کبله لږترلږه ۲۰۰۰۰۰ کسان ووژل شول
  • ۱۹۰۵ سپټمبر: کلابریا، د ۷٫۲ درجې زلزلې او څونامي تر ۲۵۰۰ کسان ووژل

د یکشبنې د زلزلې کچه ۶٫۶ درجه او ژوروالی یې یوازې ۱٫۵ کیلومتر ښودل شوی.

تر اوسه زلزله کې د مرګ ژوبلې په اړه سم لاسي د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

په نارسیا کې د سن بندیتو یوه پادري پرټویټر د تازه زلزلې یو انځور خپور کړی دی.

زلزلې ترهولي وګړي واټونو او کوڅو ته راوتلي دي.