روغتیا نړیوال سازمان: بې وزلو هېوادونو کې د کورونا واکسین په ختمېدو دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان وايي ګڼ شمېر بې وزله هېوادونه چې د واکسین شریکولو نړیوال پروګرام کوواکس له لارې یې د کورونا ضد واکسینونه ترلاسه کړي کافي واکسینونه نه لري چې خلک واکسین کړي.
د روغتیا د نړیوال سازمان جګپوړي سلاکار ډاکټر بروس ایلوارډ وویل د کوواکس پروګرام له لارې ۹۰ میلیونه ډوزه واکسین پر ۱۳۱ هېوادونو ویشل شوی خو دا واکسین کافي نه دي چې د دغو هېوادونو ټول وګړي پرې واکسین شي هغه هم په داسې حال چې کورونا وېروس لا هم خپرېږي.
په بې وزله هېوادونو کې د واکسین د کمښت خبره په داسې حال ده چې په افریقا کې د کورونا وېروس دریمه څپه خپره شوې ده.
پرون د (جون ۲۱مه) د سویلي افریقا ولسمشر سریل رامافورسه وویل، د لویو وچو له مخې د کوواکس پروګرام له لارې ۴۰ میلیونه ډوزه واکسین په افریقا کې ویشل شوي چې د افریقا د نفوس یوازې ۲ سلنه جوړوي.
نوموړي وویل، د دې لپاره چې د افریقايي هېوادونو د واکسین اړتیا پوره شوې وي حکومت یې له کوواکس پروګرام سره کار کوي چې د واکسین د تولید یو سیمه ییز مرکز په سویلي افریقا کې جوړ کړي.
د کورونا ضد واکسین د وېش پروګرام کوواکس تېر کال پیل شو څو باوري کړای شي چې د کورونا ضد واکسین ټولې نړۍ ته ورسېږي او بډایه هېوادونه د بې وزله هېوادونو لپاره د واکسین لګښت وګالي.
کواکس څه غواړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د کوواکس پروګرام چې د روغتیا د نړیوال سازمان او نورو نړیوالو سازمانو له خوا یې مشري کېږي موخه دا وه چې د ۲۰۲۱ کال تر پایه دوه میلیارده ډوزه واکسین په ټوله نړۍ کې پر بې وزلو هېوادونو ووېشل شي.
خو د واکسین په تولید کې ځنډ د دې لامل شوی چې واکسین هغسې چې پلان شوې وه ونه وېشل شي او په دې توګه په بې وزلو هېوادونو کې د واکسین کمښت رامنځ ته شوی دی.
یوګانډا، زمبابوی، بنګله دېش او ځینو نورو هېوادونو په دې وروستیو ورځو کې خبر ورکړی چې د کورونا ضد واکسین له کمښت سره مخامخ دي.
ډاکټر ایلوارډ پرون دوشنبه په جینوا کې یوې غونډې ته وویل، له ۸۰ هېوادونو- چې عواید یې کم دي او د کوواکس په پروګرام کې شامل دي- تقریباً نیمايي یې کافي واکسین نه لري چې د واکسین کولو پروګرام پرې پر مخ بوځي.
ډاکتر ایلوارډ زیاته کړه، ښايي د هېوادونو شمېر له دې نه هم ډېر وي چې اوس مهال د واکسین له کمښت سره مخامخ دي.
د نوموړي په وینا، ځینو هېوادونو هڅه کړې چې د یوه بدیل په توګه واکسین په لوړه بیه واخلي او خلک واکسین کړي.












