'کوواکس افغانستان ته د کورونا ضد ۱۶ میلیون ډوزه واکسین ورکوي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د واکسین برابرولو نړیوال بنسټ "کوواکس" د روغتیا نړیوال سازمان تر نظر لاندې افغانستان ته د ۱۶ میلیونه کورونا ضد ډوزه واکسین ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي د کوواکس دې مرسته شوي واکسین لومړنۍ جوپې کې به یو اعشاریه درې میلیونه ډوزه وي.
خو دا چې څه وخت په اړه یې څه ونه ویل. خو له له یو شمېر هېوادونو د واکسین پېرودلو لپاره یې پیسې هم تیارې کړې دي.
د دغه وزارت په وینا، د کورونا پر ضد د واکسین لپاره یې لومړیتوبونه ټاکلي دي. د دغه وزارت د چارواکو په وینا لومړی به روغتیايي کارکوونکو، بیا امنیتي ځواکونو او خبریالانو ته ترلاسه شوی واکسین ورکړي.
په بېلابېلو هېوادونو کې د کورونا وېروس له جوړېدو او خلکو ته له ورکولو میاشتې تېرېږي، خو په افغانستان کې لا هم دا بهیر نه دی پیل شوی.
افغانستان همدا تېره یکشنبه د کورونا ضد واکسین ترلاسه کړ، چې د هند له خوا د ۵۰۰ زره ډوزه ژمنه شوې مرستې یوه برخه وه.
د ښاغلي مجروح په وینا په لومړي سر کې به دغه واکسین روغتیايي کارکوونکو، بیا امنیتي ځواکونو او هم یو شمېر خبریالانو ته ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی وحید مجروح وايي دوی لا هم د هند له خوا مرسته د مرسته شوي واکسین لګول لا نه دي پیل کړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي دوی د کابل په هوايي ډګر کې د پنځه میلیونه ډوزه او په ټول هېواد کې بیا د ۳۰ میلیونه ډوزه واکسین د ساتلو وړتیا لري او هم کولای شي په پنځلس ورځو کې د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي واکسین کړي.
بله دا چې د روغتیا نړیوال سازمان د لارښونو پر بنسټ د کرونا واکسین له اتلس کلونو لوړ عمر لرونکو ته ورکول کیږي.
د عامې روغتيا وزارت وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٥ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره په افغانستان کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو رسمي شمېر ٥٥٤٤٥ ته ورسېد او په دغه هېواد کې له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو رسمي شمېر هم ٢٤٢٤ ته رسېدلی خو کېدای شي غیر رسمي شمېرې تر دې ډېرې زیاتې وي.










