کورونا وېروس: هند به پاکستان ته واکسین ورکړي؟

واکسین

د عکس سرچینه، ANI

    • Author, سوتک بسواس
    • دنده, بي بي سي هند

پاکستاني چارواکو راتلونکې اونۍ په دغه هېواد کې د کورونا وېروس ضد واکسین پیلولو اعلان کړی او په لومړي پړاو کې به له چینه ترلاسه کېدونکی بې بیې واکسین پاکستانیانو ته ورکړل شي.

بل لور ته د پاکستان ګاونډي هېواد هند د جنورۍ میاشتې په نیمايي کې د کورونا مخنیوي واکسین یو پروګرام پیل کړ، چې په نړۍ کې تر ټولو لوی واکسین پروګرا بلل کېږي.

هند ته د 'واکسین ځواک ' نوم هم ورکول کېږي، ځکه د نړۍ شپیته سلنه واکسین چمتو کوي او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ته یې د بې بیې واکسین ورکولو اعلان کړی.

د هند دا اقدام 'واکسین دیپلوماسي ' هم بلل کېږي، خو د حیرانۍ دا ده چې د باکستان نوم د هغو هېوادونو په نوملړ کې نه شه، چې هند واکسین وراستوي.

پاکستان کې څه باندې نیم میلیون کسان له کورونا وېروسه اغېزمن شوي او نژدې ۱۱ نیم زره کسان د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

په دې هېواد کې د واکسین پروګرام پیل لپاره چین ژمنه کړې چې د ساینو فارم په نامه د واکسین پنځه نیم لکه خوراکه به پاکستان ته ډالۍ کړي، چې تمه کېږي د روانې اونۍ تر پایه به پاکستان ته ورسېږي.

د واکسینو یوه مهم کراچۍ مېشتې واردونکي عثمان غني راته وویل، چې ''دا خورا لږ مقدار دی، موږ ډېر واکسین ته اړتیا لرو. ''

55851878

د عکس سرچینه، Reuters

د روغتیا نړیواله اداره 'ډبلیو ایچ او ' د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د واکسین پروګرامونو ودې، لېږد او ترلاسه کولو لپاره فعالیت کوي او پاکستان به هم د دې ادارې د کوواکس پروګرام له مخې د واکسین ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

بل لور ته داسې اندېښنې هم شته چې که شتمن هېوادونه واکسین زېرمه کړي، بیوزله هېوادونه به یې په ترلاسه کولو کې له ستونځو سره لاس او ګرېوان شي او د ماهرینو په اند دا بیا داسې وخت دی چې هند خپل رول ولوبوي او ګاونډي هېوادونه یې د واکسین په ترلاسه کولو کې له ستړیو، ستونزو وژغورل شي.

پاکستا حکومت غواړي د ټولټال نفوس لږ تر لږه ۷۰ سلنه خلکو ته د کورونا ضد واکسین بې بیې ورکړي.

د دغه هېواد د عامې روغتیا چارواکو په بېړنیزه توګه د اکسفورډ سټرازینیکا، چینايي واکسین ساینو فارم او د روسیې د سپوتنیک واکسین کارولو اجازه ورکړې.

بل لور ته یو بل چینايي واکسین کین سینو، بایولوژیکس په پاکستان کې د ازموینې وروستي پړاو ته رسېدلی دی. د دواړو هېوادونو تر منځ له تاو تریخوالي سره سره د درملو راکړې ورکړې سوداګري ټیکاو لري.

۲۰۱۸ کال کې له هنده پاکستان ته د وارد شویو درملو لګښت ۶۲ میلیونو ډالرو ته ورسېد او په پاکستان کې د پلورل کېدونکو درملو له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پور اجزا له هنده واردېږي.

کورونا پاکستان

د عکس سرچینه، Reuters

بل لور ته ښاغلی غني وايي، په پاکستان کې کارېدونکي نوې سلنه واکسین له هنده راوړل کېږي، چې په وینا یې د نړیوال معیار دا واکسین په بیه ارزان او پاکستان ته یې لېږد اسان دی.

دغه ډول واکسینونه د پاکستان حکومت هغه پروګرام کې شامل دي، چې له بېلا بېلو ناروغیو د خوندیتوب لپاره هر کال نژدې ۱۴ میلیونه پاکستاني ماشومانو او مېندوارو ښځو ته ورکول کېږي.

55851878

د عکس سرچینه، Reuters

ښاغلی غني وايي، پاکستان به ژر له هنده د کورونا وېروس مخنیوي واکسین ترلاسه کړي. هند د ویشیلډ په نامه د اکسفورډ اسټرازینیکا او د بهارت بایوټیک ځايي کمپنۍ د واکسین کارولو اجازه ورکړې.

عثمان غني وايي:

''هند له مخکې د نړۍ له ګڼو هېوادونو د واکسین لپاره غوښتنې ترلاسه کړې دي، زموږ او پولې بلې غاړې واکسین چمتو کوونکو تر منځ اړیکي ښه دي، موږ به ټوله هڅه وکړو چې له دوی واکسین ترلاسه کړو، خو دا چاره به یو څه وخت ونیسي. ''

بل لور ته د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي دوی، ''د پاکستان له لوري په هند کې د چمتو شویو واکسینو لپاره د هېڅ غوښتنلیک په هکله معلومات نه لري. ''

ګڼ کسان په دې اند دي چې دا خبره د هغه وخت ده چې هند د واکسینو ورکړه پیل کړي.