پنټګان: امریکايي کښتۍ د ایران پر کښتیو د خبرداري ډزې وکړې

کوچنی

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، د متحده ایالتونو سمندرساتې کښتۍ د دوشنبې په ورځ له هغه وروسته د خبرداري۳۰ ډزې وکړې چې هورمز تنګي کې د ایران د سپاه پاسدران ۱۳ کښتۍ ور نږدې شوې.

دا یوه میاشت کې دویم ځل دی چې امریکايي بېړۍ د هغه څه مقابل کې د خبرداري ډزې کوي چې دوی یې د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو د کښتیو "ناخوندي او نامسلکي" چلن بولي.

د پنټګان ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "د ایران کښتۍ نن په ډېره چټکتیا د امریکا بېړۍ ته- چې جورجیا اوبتل یې بدرګه کاوه- تر ۱۳۷ مترۍ نږدې شوې. "

جان کربي زیاتوي د راډیويي پیغامونو او د کښتۍ د شپېلي وهلو په ګډون د خبرداري د ټولو دودیزو لارو تر کارولو وروسته مایويي کښتۍ د کالیبر وسلې نږدې ۳۰ ډزې وکړې:

"د خبرداري تر دویم پړاو ډزو وروسته د سپاه د سمندري ځواک ۱۳ ګړندۍ کښتۍ له ځای لرې شوې."

د امریکا سمندرساتي ځواک نږدې میاشت مخکې هم خلیج کې د ورته پېښې خبره کړې وه.

د امریکا د سمندري ځواک پنځمې الوتک وړونکې بېړۍ هغه مهال وویل، د سږني اپرېل پر ۱۵ د سپاه ۱۱ کښتۍ څو ځلې یو اېس اېس لوییس بي. پولر، پال همېلټن بېړۍ ویشتونکي او فایربولټو سیروکو، رنګل او مایويي کښتیو ته نږدې شوې.

د دوی د بیان له مخې هغه مهال امریکايي کښتیو د اپاچي اې اېچ۶۴- اې چورلکو سره د خلیج نړیوالو اوبو کې ګډې مانورې درلودې.

د امریکا پنځمې الوتک وړونکې بېړۍ زیاته کړه: "د سپاه کښتۍ بیا بیا ډېرې نږدې او چټکۍ سره د امریکايي کښتیو مخ او شاته تېرې شوې. ان یو ځل د پولر کښتۍ سره په ۴۵ مترۍ او بیا د مایويي بېړۍ لس متره سره تېرې شوې. "

د امریکا پوځ د اپرېل ۱۵ پېښې یو انځور خپور کړی.

د عکس سرچینه، USNAVY

د عکس تشریح، د امریکا پوځ د اپرېل ۱۵ پېښې یو انځور خپور کړی.

د امریکا پوځ د ډونلډ ټرمپ په ولسمشرۍ کې ډېر کم خلیج کې د خپلو بېړیو پرضد د سپاه د کښتیو د "ځوروونکي" چلن خبر خپراوه.

ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال ټاکنیزو سیالیو کې ګواښ کړی و، که ولسمشر شي باید د سپاه پر هغو کښتیو ډزې وشي چې د امریکا الوتک وړونکو بېړیو ته نږدې کېږي.

خو د سپاه چارواکي وايي، چلن یې د اصولو له مخې دی.

سپاه تر ډېره دا ډول چارې د خپلو پولو د خوندیتوب لپاره د ایران د حق په چوکاټ کې بولي.

ایران خپلو اوبو ته نږدې د امریکا د سمندري ځواکونو شتون ته په بده سترګه ګوري.