امریکا: جنګي بېړۍ ته څېرمه مو بې پیلوټه ایرانۍ الوتکه ویشتلې

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر ترمپ وايي، د امریکا سمندري جنګي بېړۍ په خلیج کې د ایران یوه پوځي بې پيلوټه الوتکه ویشتلې ده.
ټرمپ وايي، د یو اېس اېس بوکسر جنګي بېړۍ د پنجشنبې په ورځ وروسته تر هغه "دفاعي اجرآت" وکړل، چې یوه بې پیلوټه الوتکه بېړۍ ته ۹۱۴ متره نژدې شوه.
په تېره جون میاشت کې ایران په سیمه کې د امریکا یوه پوځي بې پیلوټه الوتکه وغورځوله.
د ښاغلي ټرمپ په وينا هرمز تنگي کې د ايرانۍ بې پيلوټې الوتکې د نسکورولو اقدام دفاعي و. ايراني ډرون د نوموړي په خبره امريکايۍ بېړۍ ته ډېر نژدې شوى و.

د عکس سرچینه، AFP
ولسمشر ټرمپ چې سپينې ماڼۍ کې يې خبريالانو سره خبرې کولې وويل ايراني بې پيلوټې الوتکې د يو. اېس. اېس. بوکسر په نامه امريکايي پوځي بېړۍ او عملې ته يې گواښ پېښ کړى و:
"بوکسر بېړۍ د ايراني ډرون پر ضد دفاعي گام پورته کړ چې ورته ډېر نژدې شوى و. د شا وخوا نهه سوه مترو واټن کې، د بېرته ورگرځېدو گڼې غوښتنې يې هم له پامه غورځولې وې. د بېړۍ او دعملې خونديتابه يې گواښه. ډرون سملاسي نسکور شو. امريکا د خپلو گټو، تاسيساتو او د خپل پرسونل د دفاع حق ځان لپاره خوندي کوي، او پر نورو ملتونو غږ کوي چې د تگ راتگ د ازادۍ او نړيوالې سوداگرۍ پر وړاندې د ايران د خنډ ولاړولو هڅې وغندي."
ولسمشر ټرمپ همداراز پر نورو هېوادونو غږ وکړ چې راتلونکې کې له هرمز تنگي د خپلو تېرېدونکو بېړيو خونديتابه لپاره له امريکا سره کار وکړي.
د هرمز په تنگي کې د ايرانۍ بې پيلوټې الوتکې د نسکورېدو خبر داسې مهال مخې ته راځي چې سيمه کې ترينگلتيا وار له مخه ډېره ده.
د ایران غبرګون
ایراني پوځي او دولتي چارواکو تر اوسه د ډرون الوتکې د ویجاړېدو په اړه مالومات نه دي ورکړي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف چې دا مهال نیویارک کې دی، د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل: "موږ هېڅ مالومات نه لرو چې کومه بې پیلوټه الوتکه مو له لاسه ورکړې وي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ايران تېره يکشنبه د پاناما يوه بېړۍ ونيوله چې وايي يو ميليون ليتر تيل يې قاچاقول، خو امريکا د ايران دا کړنه غندلې او د ټانکري بېړۍ د سملاسي پرېښولو غوښتنه يې کړې.
ايران تېره مياشت يو امريکايى ډرون چې په وينا يې د ايران هوايي حريم ته ننوتى و نسکور کړ، خو امريکايي چارواکو وويل دغه امريکايۍ بې پيلوټه وسيله په نړيوالو اوبو کې وه.
تېر مې او جون کې د عمان په خليج کې پر دوو تېل لېږدونکو بېړيو د شوي بريد پړه هم پر ايران اچول شوې وه خو ايران دغه تورونه رد کړي و.










