ټرمپ: جګړه به د ایران د تباهۍ په معنی وي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ټویټکې ایران خبرداری ورکړی چې هېڅکله امریکا ونه ګواښي.
نوموړي ویلي، که تهران واشنګټن او ګټو ته یې زیان ورسوي، دا به د تهران د ویجاړۍ په مانا وي.
نوموړي ویلي: ''که ایران جګړه وغواړي، نو دا به یې د رسمي تباهۍ په مانا وي. بیا امریکا ته ګواښ ونه کړئ."
په وروستیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې ده، چې له کبله یې امریکا خلیج سیمې ته ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې لېږدوونکې بېړۍ واستوله چې په وینا یې د ایران د ګواښ مخه پرې ونیسي.
واشنګټن په عراق کې د خپلو نا اړینو کارکوونکو د ایستلو امر هم کړی و، چې په وینا یې د استخباراتي مالوماتو له مخې هلته د ایران له خوا امریکايي ځواکونو ته ممکنه ګواښ دی.
ایران دا تورونه ردوي او په سیمه کې د امریکا دا ګام اخیستل د ایران وېرولو لپاره "رواني جګړه" بولي.
د ټرمپ دا تازه څرګندونې د هغه د تېرې اونۍ له څرګندونو سره تناقض لري، چې ویلي یې وو فکر نه کوي چې امریا دې له ایران سره جګړه وکړي.
'تهران جګړه نه غواړي'
ایران هم د بهرنیو چارو د خپل وزیر جواد ظریف په ژبه د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پیلېدو احتمال لیرې بللی و.
ظریف ویلي وو "تهران جګړه نه غواړي"، خو خبرداری یې ورکړی و چې "داسې دولت نه شته چې له ایران سره د مخامخېدو فکر او زړورتیا ورسره وي".

د عکس سرچینه، US Naval Forces Central Command/5th Fleet
د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا وروسته تر هغه ډېره شوه، چې ټرمپ په ۲۰۱۵ کال له ایران سره د سترو قوتونو له اتومي هوکړې ووت.
که څه هم ایران ویلي وو، چې هوکړې ته ژمن دی او ټول فعالیتونه یې د یورانیمو د بډایه کولو په موخه دي، خو ټرمپ پر ایران د بندیزونو لپاره پلمه لټوله، نوي بندیزونه یې پرې ولګول.
وړاندې د ایران د پاسداران قومندان حسین سلامتي ویلي وو، ایران د جګړې په لټه کې نه دی، خو "بشپړ چمتووالی" ورته لري.
ایران ته د عربستان خبرداری

د عکس سرچینه، US Naval Forces Central Command/ 5th Fleet
نوموړی یوه میاشت وړاندې د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه ای له خوا د سپاه مشر او د محمد علي جعفري ځای ناستی وټاکل شو.
خامنه ای وړاندوېینه کړې وه چې جګړه به نه نښلي، او په ورته وخت کې یې له ایران سره د هر ډول خبرو امکان هم رد کړی و.
د عربستان د بهرنیو چارو وزارت وزیر عادل جبیر ویلي وو، هېواد یې جګړه نه غواړي، خو له خپل ځانه د دفاع لپاره به د ایران پر وړاندې تم نه شي.










