ایران ولې هرمز تنګي ته د الوتک وړونکې بېړۍ نمونه استوي؟

ایران

بي بي سي د سپوږمکۍ داسې انځورونه ترلاسه کړي چې ښيي، ایران وروستیو ورځو کې د امریکا د الوتکې وړونکۍ بېړۍ پخوانۍ نمونه یا سمپل له رغولو وروسته د جولای پر ۲۶ هرمز تنګي ته وړی دی.

دا سمپل پر ۱۹۹۳ لمریز کال د سپاه سمندري مانورو کې په نښه شوی و.

سپاه هغه مهال وویل چې دا سمپل یې په څلورو سمندرغاړې توغندیو او څلور سوه توغنديو سره ویجاړ کړ.

له اټومي تړون مخکې د دواړو هېوادونو د تاوجنو اړیکو پر مهال د ایران دا ګام په سیمه کې امریکايي ځواکونو ته یو پیغام و.

اوس بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناندریو زیاتېدو سره بیا ایران دا سمپل هرمز تنګي ستراتیژیکې سیمې ته وړی دی.

هرمز تنګي کې د ایران سمندري مانورو موخه د داسې تنګي د کنټرول لپاره د سپاه سمندري ځواکونو پوځي قدرت ښودل دي چې نړۍ کې د تېلو د لېږد خورا مهمه لار بلل کېږي.

د روان کال لومړیو کې د امریکا ولسمشر وویل، امریکايي ځواکونو ته یې امر کړی چې که سمندر کې د ایران هره کښتۍ امریکايي کښتیو ته ستونزه جوړه کړي، نو ډزې دې پرې وکړي او له منځه دې یې یوسي.

دا فرمان له هغه وروسته و چې د امریکا د سمندري ځواکونو پنځمې الوتک وړونکې بېړۍ د اپرېل پر ۱۵ وویل، د سپاه ۱۱ کښتیو د امریکا الوتک وړونکې بېړۍ ته نږدې شوې او په ډېر خطرناک ډول ډېرې چټکتیا سره د امریکايي جنګي کښتیو له مخ او شا تېرې شوې.

د امریکا د ولسمشر له امر وروسته د ایران د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز په اخطاري اعلامیې خپرولو سره له امریکا او ملګرو یې وغوښتل چې د ایران له سوېلي اوبو د تېرېدو پر مهال نړیوالو اصولو او قانون ته درناوی وکړي او له هر ډول تاوتریخوالي جوړولو او نښتې ډډه وکړي.

هرمز

تېر کال هم هرمز تنګي کې پېښې او ورانی وشو چې امریکا او د سیمې ځینې هېوادونو پکې ایران ته ګوته ونیوله.

په دې پېښو کې د امارات بندر کې د څلورو تېل وړونکو بېړیو زیانمنېدل او هم پر دوو تېل وړونکو بېړیو برید دی.

ایران تېرو څلورو لسیزو کې بیا بیا د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی دی.

دا ګواښونه د ایران د ګټو پرضد د لوېدیځ او سیمه ییزو هېوادونو د ګامونو غبرګون کې کېږي.