برتانوی افسر: ایراني سرتېري یوه شپه جګړې ته تیار وو

د عکس سرچینه، MOD
د برتانیا 'ډيلي مېل' ورځپاڼه وايي، د ایران له خوا د دغه هېواد د اسټنا ایمپرو تېلي بېړۍ له درولو راهیسې تراوسه د برتانیا د مونټروز په نوم د خوندیتوب بېړۍ او ایراني ځواکونو ترمنځ ۱۱۵ ځله ټکر شوی دی.
د ایران سپاه پاسدران نږدې پنځه اونۍ مخکې د برتانیا بیرغواله اسټنا ایمپرو تېلي بېړۍ او ۲۳ کسان یې هورمز تنګي کې ونیول.
ډيلي مېل لومړنۍ ورځپاڼه ده چې خپل خبریال یې مونټرو بېړۍ ته استولی او د هغې له قومندان ویل کینګ سره یې خبرې کړې دي.
قومندان کېنګ وايي، د اسټنا ایمپرو ټول کسان هندي و او کوم برتانوی پکې نه و، ایراني ځواکونه په هورمز تنګي کې له بېړیو پوښتنه کوي چې کوم برتانوی خو پکې نشته.
''هیڅوک هم په دې بېړۍ کې برتانوی نه و، ایرانیان حیران شول، هغوی له عمان سمندرګي ور تلونکو بېړیو هم پوښتنه کوي چې برتانوی خو به پکې نه وي''.
د ډيلي مېل په خبره، د ایراني سمندرساتو خبرو برتانیا ته ښودلې وه چې هغوی د اسټنا ایمپرو درولو سره د وسلې کارولو اجازه هم لري او برتانوي سرتېرو شک نه درلود، چې ممکن دا کار وکړي.
ورځپاڼه د دې بېړۍ د یوه افسر له خولې لیکي: ''موږ دلایل درلودل او باوري و چې هغه شپه دوی جګړې ته تیار و."
د ډيلي مېل د لیکنې له مخې، دا چارواکي وايي د ایراني ځواکونو چلن ''ګواښونکی'' او داسې حالت کې دي چې غواړي برتانیا ځواب ور کړي.
د هغه په خبره، ''ایرانیان د برتانوي بېړیو شاوخوا بې پیلوټه الوتکې ګرځوي او کښتوړیو کې مخ پټي سرتېري یې ګواښونکو پېغامونو سره دا بېړۍ وېروي''.

د عکس سرچینه، PA Media
درې اونۍ مخکې د برتانیا فاینېنشل ټایمز ورځپاڼې وویل چې د سمندري امنیت شرکتونو برتانوي ساتونکي له خلیج اېستلي او د دوی په ځای یې د نورو ملتونو ساتونکي ګومارلي دي.
دې ورځپاڼې ته یوه کس له نوم پرته ویلي و، د بېړیو صنعت کې ټول برتانوي کارکوونکي په دې باور دي چې ایرانیان برتانوۍ عمله پسې دي.
فاینېنشل ټایمز وايي، امریکايي چارواکو هم اندېښنه ښودلې چې ممکن ایران خلیج کې برتاتويانو پسې وي.
د ایران له خوا د اسټنا ایمپرو بېړۍ له درولو وروسته د برتانیا حکومت سمندرساتي وګومارل چې هورمز تنګي کې د برتانوي بیرغ بېړۍ بدرګه کړي.
دا دنده اېچ اېم اېس مونټروز ۲۳ ته سپارل شوې چې ۱۹ زره سمندري میله پراخه سیمه کې فعاله ده او د برتانوي بېړیو او کښتیو ساتنه کوي.
د برتانیا سمندري ځواکونو اېچ اېم اېس دانکن ۴۵ بېړۍ ویشتونکی(اسټنا ایمپرو) خلیج ته واستاوه چې د بېړیو خوندیتوب کې له مونتروز ساتونکي سره همکاري وکړي.
درې اونۍ مخکې د برتانیا سمندري ځواکونو وویل چې دا الوتک وړونکې بېړۍ به سیمه کې د برتانیا د سمندري ځواکونو د برخې په توګه تر ۲۰۲۲ کال په سیمه کې دنده لري.








