"که ایران تنګي بندوي له نړیوالې ټلوالې سره مخ کېږي"

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسراییل لومړی وزیر وایي، که ایران تنګی بند کړي سیمې ته به پوځ واستوي.

امریکا او اسراییل وايي، که ایران د هورمز او باب المندب تنګي بند کړي، دوی به ځواب ور کړي.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن یاهو وايي، که ایران د باب المندب تنګي د بندولو هڅه وکړي، د خپل هېواد سمندري ځواکونه به د دې اوبلارې د پرانیستي ساتلو لپاره سیمې ته ولېږي.

لومړي وزیر نتن یاهو د اسراییل د سمندري ځواکونو د پوهنځي فارغانو ته د ونیا پر مهال زیاته کړه:

"که ایران د باب المندب بندولو هڅه وکړي، ځان له نړیوالې ټلوالې سره مخ کوي، چې د دغه ګام مخنیوي یې غواړي او دې ایتلاف کې به د اسراییل ځواکونه هم وي".

په دغو مراسمو کې د اسراییلو دفاع وزیر اویګدور لېبرمېن وویل، چې په وروستیو کې د اسراییلي بېړیو د زیانمنولو ګواښ اورېدل شوی دی.

خو نوموړي په دې تړاو نور سپیناوی ونه کړ.

هغه بېړۍ چې له اسیايي بندرونو اسراییل ته ځي تر ډېره له باب المندب تېرېږي او د دې لارې پرانیستي پاتېدل د اسراییل لپاره بلا ډېر سوداګریز اهمیت لري.

د ایران خبرداری

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، خلیج کي د ایران مانورې. امریکا وايي د ایران چارې له نږدې څاري.

تېره اونۍ سعودي وویل، مصر ته یې یوه تېلي بېړۍ روانه وه، چې د یمن حوثیانو په نښه کړه، خو زیانمنه نه شوه.

سعودي وروسته وویل چې د لنډ وخت لپاره له دې لارې تېل نه لېږي.

د متحده ایالتونو د انرژۍ کارپوهانو په خبره، هره ورځ د عرب خلیج له څلور میلیونو بېرلو ډېر تېل له باب المندب تنګي تېرېږي.

تر ډېره دا تېل اروپايي هېوادونو ته لېږل کېږي.

د سعودي پر بېړۍ له برید لږ مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا پر ولسمشر نیوکه وکړه چې ولې یې د دغه هېواد پر تېلو بندیز ولګاوه.

هغه زیاته کړه، وايي، د ایران تېل نه پرېږدو چې صادر شي، دوی فکر کوي چې موږ د هورمز تنګي بندول غواړي، په داسې حال چې نورې ډېرې لارې هم شته او د دغه تنګي بندول اسانه خبره ده، خو نور ډېر تنګي د دې کار لپاره لرو.

ښاغلي روحاني روښانه نه کړه چې له نور ډېر تنګي یې منظور پوځي ګام یا بل څه دی، خو دا جمله یې د باب المندب په بندلو تعبیر شوه.

له هغه څو ورځې مخکې یې وویل، مهمه نه ده چې د ایران تېل صادر نه شي، خو د سیمې تېل صادر شي.

ځینې رسنیو او د ایران چارواکو او نړیوالو سرچینو وویل چې د نوموړي موخه د هورمز تنګي بندول و.

د امریکا خبرداری

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خلیج کې د امریکا الوتک وړونکې بېړۍ.

په بل خبر کې د سمندري تګ راتګ د مخنیوي لپاره د ایران د ممکنه هڅو په ځواب کې امریکا بیا د هورمز تنګي پر پرانیستي ساتلو ټینګار کړی دی.

د چارشنبې په ورځ په منځني ختیځ او خلیج کې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند وویل، هورمز تنګي او عمان سمندرګي کې د ایران د سمندري ځواکونو له فعالیت زیاتېدو خبر دی:

"دا فعالیت له نږدې څارو او په نړیوالو اوبو کې د سوداګرۍ او تګ راتګ د ازادۍ خوندیتوب لپاره به له خپلو شریکانو سره همکاري وکړو".

تېره اونۍ د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس خبرداری ور کړ چې د هورمز تنګي د تړلو په هکله د ایران ممکن ګام به د نړیوالې ماڼوګرۍ یا بېړۍ چلولو پر ازادۍ برید وګڼل شي.

ښاغلي متیس د حسن روحاني څرګندونو ته په اشارې وویل:

"ایران ګواښ کړی چې هورمز تنګی به بند کړي".

نوموړي د عراق سره د جګړې پر مهال د تېل وړونکو بېړیو د تګ مخنیوي لپاره د ایران د سمندري ځواکونو هڅې یادې کړې:

"هغوی پخوا هم دا کار کړی دی او ومولیدل چې د نړیوالې ټولنې ډېرو غړو ملتونو خپل سمندري ځواکونو جوړ کړل چې تنګي پرانیستي وساتي".

پر ۱۹۸۸ کال د ایران سمندري ځواکونو د هورمز تنګي د بندولو هڅه وکړه، خو د امریکا له سخت ځواب سره مخ شول.

په دغو عملیاتو کې د ایران پوځ ته د سر او مال ډېر زیان واوښت او د تېلو بټۍ یې له منځه لاړه.

هورمز تنګی

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د حوثیانو په برید پسې سعودي له هورمز تنګي د تېلو لېږل بند کړل.

هورمز تنګی د خلیج او عمان سمندرګي ترمنځ نرۍ اوبلار ده او د عرب خلیج د غاړې هېوادونو پاموړ تېل له دې تنګي نړیوال بازار ته لېږدول کېږي.

د هورمز تنګي بندول نړیوال بازار کې د تیلو کمېدلو سبب کېدلی او نړیوال اقتصاد له ستونزو سره مخ کولی شي.

همدې دلیلونو ته په پام که ایران دا لار بندوي ممکن له سخت نړیوال غبرګون سره مخ شي.

باب المندب

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، باب المندب ۲۹ کیلومتره پراخ دی او نړیواله سودارګریزه لار ده.

باب المندب تنګی هم نړیواله سوداګریزه لار ده چې د سور سمندرګي او عدن خلیج ترمنځ پروت دی.

هغه بېړۍ چې له عرب خلیج او هند سمندر مدیتراني سمندرګي ته ځي له دغه تنګي تر تېرېدلو وروسته سور سمندرګي ته رسېږي.

وروسته له سوېس کانال په تېرېدلو سره مدیترانې سمندرګي ته ننوځي.

اسراییل د سور سمندرګي شمالي او د مدیترانې سمندرګي سوېلي څنډو کې پروت دی.

د دې تنګي نریتوب ور څېرمه هېوادونو ته امکان ور کوي چې ترې تېرېدونکې بېړۍ وګواښي.

یمن د باب المندب ختیځه څنډه کې پروت دی او یوه برخه یې د ایران ملاتړو حوثیانو په لاس کې ده.