"امریکا پر ایران او حزب الله مالي بندیزونه لګوي"

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

نیویارک ټایمز:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ وايي، ایران له شمالي کوریا سره راکړه ور کړه درلودلې چې د اټومي تړون خلاف ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک د قوماندان له خوا امریکا ته د نوي ګواښ په اړه لیکي داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپلې هغې ژمنې چې ویلي یې و له ایران سره د اتومي پروګرام پر سره شوې هوکړه به پای ته ورسوي، په شا شوی او پر بدیلو لارو فکر کوي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې په دې برخه کې به نوي ګامونه چې شونې ده نوي بندیزونه وي، راتلونکې اونۍ په ډاګه شي.

امریکا غواړي پر ایران او لبنانۍ شیعه ډلې حزب الله چې ایران یې ملاتړ کوي مالي بندیزونه ولګوي.

دغه مالي بندیزونه به پر هغه چا ولګول شي چې د ایران له انقلاب ساتونکي ځواک سره کار کوي، هغه ځواک چې امریکا وايي د اسراییل له منځه وړل غواړي او په منځني ختیځ کې ناکرارۍ ته لمن وهي.

د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک قوماندان جنرال محمد علي جعفري د دغو بندیزونو په ځواب کې ویلي که امریکا داسې وکړي او انقلاب ساتونکی ځواک ترهګره ډله وبولي نو د امریکا پوځ به د دوی لپاره لکه دداعش ډلې په څېر هدف وګرځي.

برتانوۍ اونیزه The Sunday Star لیکي چې دوه اونۍ وړاندې دیرش برتانوي ځانګړي سرتیري هلمند ته د ځانګړو عملیاتو لپاره واستول شول.

د دغو عملیاتو هدف- چې مشري یې افغان ځواکونو کوله- هغه طالب وسله وال و چې په کابل کې د وروستیو چاودونو مسوول پېژندل شوي او د ماینونو په جوړولو کې تجربه لري.

اونیزه زیاتوي دغه طالب وسله وال څو مستعار نومونه لري چې یو یې عبد الغني منصور دی.

دا عملیات د طالبانو د دویمې درجې قوماندان اغا محمد پر کور شوي چې پکې په هلمند کې د طالبانو قوماندان ملا نعیم ټپی شو او په خپله اغا محمد نیول شوی دی.

په رپوټ کې ویل شوي عملیات ډیورنډ کرښې ته څېرمه شوي دي.

اینډیپېنډېنټ:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، برتانیا کې مسلمانان لمانځه ته تیاری نیسي.

برتانوۍ ورځپاڼه اینډیپېنډېنټ لیکي چې په برتانیا کې سږ کال له مسلمانانو د کرکې اړونده پېښې ډیرې شوې دي.

د ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي په دغو پېښو کې جوماتونه په نښه شوي او د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کالونو ترمنځ موده کې دوه برابره شوې دي.

اینډیپېنډېنټ لیکي، د پولیس شمیرې ښيي چې سږکال د مارچ او جون میاشتو ترمنځ موده کې د کرکې دغه ډول ۱۱۰ پېښې ثبت شوې دي، خو دا شمېر د تېر ۲۰۱۶ کال په ورته موده یانې شپږو میاشتو کې یواځې ۴۷ پېښې وې.

رپوټ زیاتوي چې د توکم پالنې اړوند ځورونې، په جوماتونو کې ورانکاري او په بمونو ګواښل د رپوټ شویو پېښو په ډله کې تر ټولو ډیرې ثبت شوې دي.

په دې ډله کې د جوماتونو د هندارو ماتول، جوماتونو سره ولاړو موټرو ته زیان رسول او د داسې نورو پېښو رپوټ ورکړل شوی دی.

اینډیپېنډېنټ د مسلمانانو د یوې ټولنې د مشر فیاض مغول هغه خبره را اخیستې چې وايي دا باید ومنو چې ترهګري د جوماتونو په وړاندې د دغې اندېښنې وړ تېریو یو لوی لامل دی.

هندوستان ټایمز:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کوټه کې د پاکستان یوه ډله د طالبانو د پخواني مشر فاتحه اخلي.

هندۍ ورځپاڼه هندوستان ټایمز لیکي واشنګټن د اسلام اباد له خوا طالبانو او نورو جهادي ډلو ته خوندي ځای ورکولو له امله ناهیلی شوی، او په پام کې ده چې روانې میاشتې په اوږدو کې خپل لوړي ډيپلوماټان او پوځي چارواکي پاکستان ته له دې پيغام سره واستوي چې د ورځپاڼې په وینا نور باید د پاکستان دولت د جهادي ډلو ملاتړ پای ته ورسوي.

ورځپاڼه په خپل راپور کې زیاتوي، لومړی به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن او ورپسې د دغه هېواد د دفاع وزیر جیمس ماتیس اسلام اباد ته لاړ شي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال وزیر او پخوانی طالب چارواکي ملا اغا جان معتصم پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز ته ویلي چې د سیمې د ټیکاو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې بنسټیز رول لري.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې وروستي پرمختګ ته هیله مندي ښودلې ده. ده ویلي کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر سفر یوه پر ځای پریکړه وه.