ایرانی جنرال: که امریکا جګړه پیل کړي هرڅه به یې له منځه یوسو

د عکس سرچینه، Getty/Reuters
د ایراني پوځ د قدس ځواکونو مشر د امریکا ولسمشر ته خبرداری ور کړ چې که پر ایران برید وکړي، نو امریکا چې څه لري ایران به یې له منځه یوسي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د رپوټ له مخې تورنجنرال قاسم سلیماني زیاتوي: امریکا جګړه پیل کړې او اسلامي ایران به دا جګړه ختمه کړي.
د نوموړي دا بیان د امریکا د ولسمشر له هغه ټوېټ وروسته دي چې پکې یې د ایران ولسمشر ته لیکلي و: هیڅکله هم امریکا ته ګواښ مه کوه.
د تهران او واشنګټن ترمنځ دا مهال تاوتریخوالی ډېر شوی او دا هرڅه له هغه وروسته دي چې امریکا د ایران او شپږو قدرتونو له اټومي تړون ووتله.
تورنجنرال سلیمانی د ایران د سپاه پاسدرارن د قدس څانګې مشر دی، چې له دغه هېواد بهر عملیات کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تورن جنرال سلیماني زیاتوي، د یوه سرتېري په توګه دا زما مسوولیت دی چې ځواب ور کړم.
هغه ډونلډ ټرمپ ته په خطاب کې وايي: له ما سر خبرې وکړه، له ولسمشر روحاني سره یې مه کوه، دا د ولسمشر کار نه دی چې د داسې خبرو ځواب در کړي.
"موږ دومره در لنډ یو چې تاسو یې تصور هم نشی کولی، راځه، موږ تیار یو".
هغه زیاتوي. که تاسو جګړه پیل کړئ، موږ به یې ختم کړو، تاسو پوهېږئ چې دا جګړه به ستاسو هرڅه له منځه یوسي.
نوموړي د امریکا ولسمشر د شپې کلب او قمارخونو د ژبې په کارولو تورن کړی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د یکشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ایراني سیال ته خبرداری ور کړ.
خو دوه ورځې وروسته یې وویل، چې امریکا له ایران سره ریښتوني تړون ته چمتو ده.
د ډونلډ ټرمپ له غوسې ډک لومړنی ټوېټ هم د ایران د ولسمشر حسن روحاني د هغو خبرو ځواب و، چې ویلي یې و:
امریکا باید وپوهېږي چې له ایران سره سوله د سولو مور ده او له ایران سره جګړه به د جنګونو مور وي.
په ځواب کې د امریکا ولسمشر وویل، که ایران امریکا ته خبرداری ور کوي، نو له داسې ځواب سره به مخ شي چې تاریخ کې ساری نه لري.
له اټومي تړون وتل

د عکس سرچینه، Getty Images
په مۍ میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایران اټومي تړون ووت چې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر بارک اوباما او نورو اروپايي هېوادونو ور سره لاسلیک کړی و.
ډونلډ ټرمپ ویل چې دا تړون له اصل سره سمون نه خوړ
په ځواب کې ایران وویل، د یورانیم بډایولو ته تیار دي، چې د اټومي انرژۍ او وسلې لپاره مهم دي.
واشنګټن اوس د ایران پر تېلو، الوتکو صادراتو او نورو ګرانبیه سوداګریزو توکو بندیزونه له سره کوي، هغه هم په داس ېمهال چې برتانیا، فرانسه، چین، روسیه او جرمني یې مخالف دي.
دا هغه هېوادونه دي چې له امریکا سره په ګډه یې پر ۲۰۱۵ کال له ایران سره اټومي تړون لاسلیک کړی دی.









