ځانګړې مرکه: امریکا وايي ایران منفي رول لري او د طالبانو ملاتړ کوي
د نژدي ختیځ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، اېنډریو پیک، پر ایران تور لګولی چې په افغانستان کې منفي رول لوبوي او د طالبانو ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه چې که د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ ډېرېږي، نو ښايي افغان حکومت د امریکا تر فشار لاندې راشي چې له تهران سره خپلې اړیکې کمې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل امریکا د ایران د حکومت د تګلارو بدلون غواړي نه د رژیم بدلون.
زموږ همکار داود اعظمي له ښاغلي پیک سره په سیمه او افغانستان کې د ایران د رول، د ایران او سعودي ترمنځ د کړکېچ او پر ایران د امریکا د بندیزونو په اړه ځانګړې مرکه کړې چې دلته يې اورېدای شئ.