روحاني ټرمپ ته: له ایران سره جګړه به 'د جګړو مور' وي

د عکس سرچینه، AFP
د ایران ولسمشر حسن روحاني خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ او ادارې ته یې په ګواښ کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه به "د جګړو مور" وي.
نوموړي ویلي، ټرمپ او ادارې ته یې پکار دي چې د ایران پروړاندې دښمنانه دریځ ونه نیسي.
روحاني دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ له ایراني دیپلوماتانو سره د کتنې پرمهال په یوه وینا کې کړې او ټرمپ ته په خطاب کې یې ویلي: "ته د ایراني ولس پروړاندې جګړه اعلانوې او بیا وايې چې د هغوی ملاتړی یې!."
نوموړي د ایران پر تلوېزیون خپره شوې وینا کې دا هم ویلي چې ټرمپ "د ایران د امنیت او ګټو پرضد د ایرانیانو لمسولو کې پاتې دی." ده خبرداری ورکړی چې ټرمپ دې "د زمري له لکۍ سره لوبې نه کوي ځکه چې دا کار د پښېمانۍ پایله ګرځي."
روحاني امریکا ته په اشارې ویلي، سپینه ماڼۍ "په هغه کچه نه ده چې د نړیوالو قوانینو، د اسلامي نړۍ او فلسطیني ولس مخالفت وکړي."
روحاني د ایران د تېلو صادرولو د بندولو په اړه وویل: "موږ شرفداره خلک یو او د تاریخ اوږدو کې مو د سمندري تګ راتګ چاره خوندي ساتلې ده."
"څوک چې لږ هم په سیاست پوهېږي د ایران د تېلو صادرول نه بندوي، ایران ډېر نور تنګي هم لري."
د امریکا متحدو ایالتونو د نړۍ له هېوادونو د ایراني تېلو د نه پېرلو غوښتنه کړې وه، او په دې لړ کې له هغو هېوادونو سره خبرې هم شوې چې د ایران تېل پېري چې تر راتلونکې نومبر میاشتې خپل واردات ودروي.
د ایران له اتومي پروګرام اړوند هوکړې نه د امریکا د ولسمشر د وتلو له پرېکړې وروسته، په تېره مې میاشت کې د ټرمپ ادارې پر تهران بندیزونه ولګول.
خو روحاني وايي، هېواد یې له نړۍ سره د ښو اړیکو په لټه کې دی، په تېره بیا له ګاونډیو هغو سره خو د لا غوره اړیکو لرلو هڅه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
ایران ان له سعودي عربستان، اماراتو او بحرین سره هم د خپلو اړیکو رغولو په درشل کې دی.
ایران په نړۍ کې د تېلو له سترو تولیدوونکو هېوادونو ګڼل کېږي، چې د تېلو او ګازو د صادراتو کچه یې په کال کې څو میلیاردو ډالرو ته رسېږي.
خو امریکا د ایران تېل نه واردوي، ځکه د امریکا په بندیزونو کې هغه اروپايي شرکتونه هم شامل دي چې له ایرانه تېل واردوي.
د فرانسې ټوټل شرکت له اتومي هوکړې وروسته له ایران سره د تېلو د واردولو پنځه میلیاردیزه هوکړه وکړه.
بریټیش پیټرولیم شرکت هم د ایران له حکومت سره په یوه شراکت کې د ایراني ګازو د تولید معامله لري.








