هند کې د کورونا وېروونکې څونامي؛ خلک د مړو سیځلو او ښخولو ته نوبت نیسي

Hospital beds

د عکس سرچینه، REUTERS/Francis Mascarenhas

هند کې د کورونا وېروس د دویمې څپې پر مهال مړینې وحشتناکې کچې ته رسېدلې دي. رپوټونه دا دي چې خلک اوس د خپلو مړو شویو خپلوانو د اجسادو سیځلو او یا خاورو ته سپارلو لپاره نوبت کې انتظار باسي.

هند د کورونا د دوېیمې مرګونې څپې پر مهال له برازیل پښه اړولې او اوس نړۍ کې تر امریکا وروسته ددغه وېروس له اړخه دوېیم ځپل شوی هېواد دی.

د هند لروبر کې د کورونا څونامي خپره ده او روغتونونه ناروغانو ته رسېدو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

دغه هېواد کې د کورونا له اړخه د مړینو ورځې کچه نږدې زر تنو ته رسېدلې ده.

"هره ورځ له ۵۰ تر ۶۰ کسان سیځو"

مهراشترا تر ټولو ځپل شوی ایالت دی. دغه ایالت کې د اجسادو د سیځلو ځایونه له ورځ بلې ته د ډېرېدونکو مړینو له کبله شپه او ورځ بوخت وي.

پونې ښار کې د اجسادو د سیځلو د یوه دولتي ځای کارمن وارون جنګام وايي: "ساعت د غرمې یوه بجه ده او موږ تر دې دمه ۲۲ مړي سیځلي دي."

نوموړی زیاتوی "هر ورځ باید له ۵۰ تر ۶۰ اجساد وسیځو. [د اجسادو د ساتلو لپاره] یوازې شپږ یخچالونه لرو، خو ډېر زیات مړي راوړل کېږي. خلک اړ دي چې د خپلو خپلوانو له اجسادو سره بهر منتظر پاتې شي."

وارون وايي د هغه رسمي کاري وخت اته ساعته دی خو اوس تر دغه وخت څو ساعته اضافه کار کوي.

Ambulances

نوموړی د هغو کمو کارکوونکو له ډلې دی چې د اجسادو د سیځلو د مراسمو لپاره د شخصي خوندیتابه جامي (پي پي يي کېټونه) ترلاسه کوي.

د راجکوټ او ګجرات په څېر نورو ایالتونو کچې چې د کورونا پېښې پکې په لوړېدو دی، د اجسادو سیځلو د دولتي ځایونو کارکوونکي اړ دي چې تر ماسک او دستکشو پرته د کوویډ-۱۹ قربانیان وسیځي.

د دغو ځایونو کارکوونکو بي بي سي ته ویلي که له روغتون کوم مړی امبولانس کې وروړل شي نو دوی ترې دستکشې ترلاسه کوي خو تر هغې پرته د خوندیتوب بله مناسبه وسیله نه لري.

د رویټرز خبري اژانس له مخې ځینو سترو ښارونو کې د کورونا وېروس د قربانیانو د سیځلو او تدفین کچه د کوویډ-۱۹ د پروتوکولونو له مخې تر اعلان شویو رسمي شمېرو ډېره لوړه ده.

د هند د لویدیځ کجرات ایالت د اجسادو د سیځلو په یوه مرکز کې د کوویډ-۱۹ وبا پر مهال له ځنډ او دمې پرته د اوږدې مودې لپاره د لرګیو او ګازو د اور د بل پاتې کېدو له کبله ان اوسپنیز وسایل ویلې شوې دي.

د خپلوان جسد ته دولس ساعته انتظار

Crematorium workers

هند کې د کورونا د دې مرګونې څپې پر مهال یوازې د اجسادو سیځلو کارکوونکي له ستړیا او فشار سره نه دی مخامخ.

عام خلک هم خپلو ناروغانو ته د بستر موندلو لپاره پر روغتونونو د هغوی تر ګرځولو او بیا یې تر مړینې وروسته د سیځلو لپاره اوږد انتظار ته اړ دي.

د رپوټونو له مخې ځینې روغتونونه له دې کبله کورنیو ته د دوی د مړو سپارل ځنډوي چې د اجسادو د سیځلو پر ځایونو نوبت نه وي.

د هېمانت یادو په نوم د ګجرات یو اوسېدونکی وايي له روغتون یې د خپل ورور د مړي ترلاسه کولو ته دولس ساعته انتظار ایستلی دی.

هغه وايي: "له ورور سره چې په تلیفون وغږېدو، داسې ښکارېدل چې مخ په رغېدو دی. فکر مو کاوه چې ښه کېږي او کور ته به راستون شي. خو له روغتون زنګ راغی او د هغه د مړینې خبر یې راکړ."

د مړو د ساتلو تر یخچالونو او د هغوي د سیځلو تر ځایونو بهر پر خلکو نمبرونه ویشل کېږي او اوږده کتارونه ولاړ وي.

شکتي لال تريوېدي چې په دې وروستیو کې یې د یوه خپلوان د سیځلو مراسم ترسره کړي، وايي له نمبر سره سره شپږ ساعته وروسته نوبت را ورسېد.

وضعیت ولې دومره ترینګلی دی؟

Crematorium workers

د عکس سرچینه، Getty Images

هند د اپریل میاشتې له پیل راهیسې د کورونا له دوېیمې مرګونې څپې سره لاس ګریوان دی. دغه هېواد د اپریل له ۱۵مې راهیسې په ورځنۍ کچه له ۲۰۰ زرو د ډېرو نویو مثبتو پېښو د ثبتېدو رپوټ ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د کورونا وبا د لومړۍ څپې د اوج پر مهال دغه هېواد کې د مثبتو پېښو ورځنۍ شمېر شاوخوا ۹۳ زره و.

پر پلازمینه ډیلي سربېره د ممبی، لکنو او احمد اباد په څېر بدو ځپل شویو ښارونو کې روغتونونه هڅه کوي چې د کوویډ-۱۹ نویو ناروغانو ته ځای پیدا کړي. د ځینو ایالتونو د روغتونو په کوویډ-۱۹ او بیړنیو څانګو کې د بسترونو د جدي کمښت رپوټونه ورکړ شوې دي.

Ambulances

د عکس سرچینه، EPA/RAJAT GUPTA

د خورا ډېرو مشکوکو پېښو له کبله ان د معایناتو پایلې هم ځنډېږي، چې ډاکتران وايي په وخت د تشخیص او درملنې چارې یې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.

کارپوهان وايي د هند حکومت د دوېیمې څپې خبرداری له پامه غورځولی او د هغې د مخنیوي او ان کنټرول لپاره یې اړینې هڅې نه دي کړې.

دوی د بېلګې په توګه د کرېکټ وروستیو لوبو، پراخو ټاکنیزو کمپاینونو او روانه میاشت د هندوانو سترو مذهبي مراسمو ته اشاره کوي چې میلیونونه کسان پکې له کورونا د خوندیتوب له لومړنیو اصولو پرته د ګنګا سیند څنډو ته راټول شوي وو.