ولې د هند کورونا معلوماتي اپلیکشن ناندریز دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په رپوټونو کې ویل شوي، د شخصي معلوماتو د خوندیتوب له اندېښنو سره سره پر کورونا وېروس د ککړتیا معلوماتي یو اپلیکشن ۱۰۰ میلیونه کسانو ډاونلوډ کړی دی.
دغه اپ 'اروګیا سیتو ' نومېږي، چې په سنسکریت کې یې مانا (روغتیا ته پل) دی، ایله شپږ اونۍ مخکې فعالیت پیل کړی و.
هند حکومت د دولتي او خصوصي سکتور کاروونکو لپاره د دغه اپ کښته کول یا ډوانلوډول لازمي بللي، خو په هند او نړۍ کې د دغه اپ یو کاروونکي او ماهرین وايي، د شخصي معلوماتو خوندیتوب په هکله یې پراخې اندېښنې راپورته کړې دي.
کله چې څوک دغه اپ په خپل موبایل ټیلیفون کې ولري او بلو ټوت او لوکېشن یا د ځای ځایګي معلومولو ډیټا یې فعاله وي، نو اروګیا سیتو پر کوویډ - ۱۹ د ککړو کسانو ډیټا سکېن له مخې خبر ورکوي چې په شاوخوا کې یې داسې څوک شته چې پر کورونا وېروس اخته دی یا ده.
وروسته دغه معلومات له حکومت سره هم شریک کېږي.
لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه ټویټر پیغام کې د اپ ستاینه کړې او هندیان یې هڅولي چې ډاونلوډ یې کړي، خو بل لور ته د اپ لازمي کولو پر اقدام نیوکې هم شوې.
د هند سترې محکمې يوه پخواني قاضي سري کرشنا وايي، د اپ کارولو ته د خلکو هڅول 'سخت غیر قانوني کار ' دی.
له انډین ایکسپریس ورځپاڼې سره یوه مرکه کې نوموړي وویل:
''د کوم قانون له مخې یې داونلوډول لازمي بلل کېږي؟ تر اوسه داسې هیڅ یو قانون نه شته، چې د دې ملاتړ وکړي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
اروګیا سیتو د کاروونکو د ځای ځایګي معلومات راټولوي او د ټیلیفون بلو ټوت الې ته د پرلپسې لاسرسي غوښتنه کوي، چې د شخصي معلوماتو د خوندیتوب او امنیتي له پلوه یې دغه چاره د خوښي وړ نه بلل کېږي.
اپ دغه راز یوه حکومتي سرور ته اجازه ورکوي، چې معلومات ترې واخلي او د چارواکو په وینا ''دغه معلومات به هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د کوویډ - ۱۹ په هکله د اداري یا طبي چارو د سمبالښت مسوولیت لري. ''
د اپلیکشن اړوند ادارې په یوه اعلامیه کې د شخصي معلوماتو افشا کول رد کړي دي.








