هند کې د کورونا وېروس د مخنيوي هڅې
هند له چين وروسته د نړۍ يو تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی، تر اوسه په کې په کورونا ويروس د اخته کېدو ۲۶۰۰ پېښو پخلی شوی، او روښانه شوې چې ۶۸ کسان ترې مړه شوي دي.
مومبی هند کې د کورونا ويروس ناروغانو تر ټولو لوړ شمېر لري، ډېر وګړي د د دغه ښار له ګڼې ګوڼې ډکو کوډلو کې اوسېږي، او داسې وېرې یې زياتې کړې، چې دا ويروس ښايي نور هم خپور شي.