هندي کروندګرو د نه خوړولو اعتصاب پیل کړ

هندوستان، بزګران،

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حکومت وايي نوی قانون د بزګرانو عواېید ډېروي خو بزګران دا خبره نه مني او وايي چې د نوي قانون ګټه به یوازې لویو سوداګرو ته ورسېږي.

هندي بزګرانو د حاصلاتو د پلورولو په اړه د نویو قوانینو په اعتراض وروستي ګام کې د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی دی. د بزګرانو د ټولنو مشران وايي د بزګرانو ډلې به په وار وار پلازمېنه ډیلي کې د ۲۴ ساعتونو لپاره د نه خوړولو اعتصاب کوي.

په همدې حال کې له لویدیځ مهاراشترا ایالت نه یو شمېر بزګران پر موټرسایکلونو او نورو وسایلو کې سپاره دي او ډیلي ته روان شوي چې د بزګرانو په اعتصاب کې ګډون وکړي.

واکمن بي جې پي ګوند وايي، د کرنې په برخه کې اصلاحات چې له مخې یې شخصي سکتور ته ډېره ونډه ورکړل شوې د بزګرانو عاید نه کموي.

خو بزګران دا خبره نه مني چې نوي قوانین د دوی په زیان نه دي او وايي د نوي قانون ګټه به یوازې لویو سوداګرو ته ورسېږي.

حکومت پرون یکشنبه د بزګرانو د اتحادیو ۴۰ مشرانو ته د بل پړاو خبرو بلنه ورکړه.

هندي بزګرانو ولې احتجاجونه پیل کړي؟

د نویو قوانینو له مخې بزګران کولای شي چې خپل حاصلات د مارکیټ په بیه پر شخصي پېرېدونکو، لویو مارکیټونو او انلاین توګه وپلوري.

اوس مهال ډېری هندي بزګران خپل محصولات د حکومت تر کنټرول لاندې مارکیټونو کې په ټاکلو بیو پلوري.

دې مارکیټونو کې د چارو واګي په خپله د بزګرانو په لاسونو کې دي او یا هم د سیمې مخور او هغه چې ډېرې کرنیزې ځمکې لري د بزګرانو او مارکیټونو ترمنځ د دریمګړي رول لوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بزګرانو ټولنو تراوسه پورې پنځه ځلې له حکومتي چارواکو سره د نویو قوانینو د لغوه کولو په اړه خبرې کړي خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

په ټول هېواد کې کاربندیز

هندوستان، بزګران،
د عکس تشریح، له هغه راهیسې چې هندي بزګرانو د نوي قانون پرضد اعتراضونه پېل کړي، څو ځلې د پولیسو او بزګرانو ترمنځ شخړې هم شوي.

تر دې وړاندې بزګرانو ټول هېواد کې د کاربندیز غوښتنه کړې وه چې ګڼو سیاسي ګوندونو یې ملاتړ وکړ.

د کاربندیز غوښتنه تر هغې وروسته وشوه چې د حکومت او بزګرانو ترمنځ د نوي قانون د لغوه کولو په اړه څو پړاوه خبرې بې پایلو پاتې شوې.

لسګونه زره بزګران له تېرې څه مودې راهیسې په ډیلي کې د احتجاج په توګه دېره دي او ښار ته یې د ننوتلو ټولې لارې تقریباً بندې کړې دي.

ګڼ شمېر پولیس هم ډیلي کې د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره ځای پرځای شوي دي.