هندیان څوک او له کومه ځایه راغلي دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ټوني جوزف
- دنده, لیکوال
تېرو څو کلونو کې هغو پوښتنو چې هندیان څوک دي او له کومه ځایه راغلي دي، هند کې بحثونه تاوده کړي دي. ښي اړخه هندیان په دې باور دي چې د هند مدنیت هغو خلکو رامنځته کړی چې ځان ارینز یا اریایان بولي.
دوی په دې بارو دي چې دا کوچیان وو، د پسونو رمې یې ساتلې، جنګیالي وو او د هندوانو لرغوني مذهبي سرودونه ویدا یې لیکلي دي.
دوی دغه راز په دې باور دي چې اریایان د هند له خاورې خپاره شوي او د اسیا ډېرو برخو او ټوله نړۍ کې خپاره شوي دي. دوی دغه راز وايي اریایانو د هغو انډواروپايي ژبو رامنځته کولو کې مرسته وکړه چې اوس هم هندیان او اروپايان پرې خبرې کوي.
ځینې اروپايي ټولنپوهان او مشران هم په همدې باور دي، چې اډولف هټلر یې یو مخکښ دی، البته هټلر په دې باور و چې اریایان تر نورو معتبره قبیله ده او دغه راز نوموړي فکر کاوه چې د اریایانو ریښه شمال ختیځې اروپا ته رسېږي.
کله چې څېړونکي د اریایانو نوم اخلي هدف یې هغه خلک دي چې هندي - اروپايي ژبې وايي او زه یې هم دلته پر همدې بنسټ نوم کارووم.
له دې نه هدف په هغه مانا د اریایانو یادول نه دي چې هټلر یادوول یا یې ښي اړخي یادووي. د ډېرو هندي مورخینو زړونو ته هغه نظرونه نه لوېږي چې له هنده بهر شته او ځینې پوهان فکر کوي چې د انډو اریايي ژبو ویونکي یا -اریایان - هغه قبایل دي چې د مخکینو مدنیتونو له منځه تګ وروسته په ماقبل التاریخ زمانو کې هند ته کډوال شوي وو.
دغه پخواني مدنیت د سند درې یا هړپه مدنیت دی چې په اوسني پاکستان او هند کې یو شمېر سیمې په کې راځي او دا کټ مټ هغه مهال و چې د مصر مدنیت او میسوپوتامیانو مدنیتونو وجود درلود.
بل لور ته ښي اړخه هندیان د هړپه مدنیت په هکله هم داسې باور لري چې د اریایانو یا ویدیک تمدن یوه برخه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په هند کې د دې دواړو مخالفو نظرونو د پلویانو تر منځ دا وروستیو کلونو کې او په ځانګړې توګه له هغه راهیسې چې ۲۰۱۴ کال کې د هندوانو توکمپال ګوند بهارتیه جنتا پارټي (بي جې پي) واک ته ورسېد، بحثونه ډېر تاوده شول.
دغه بحث کې دلچسپي هغه مهال نوره ډېره شوه چې د پخوانیو ډي این اي معایناتو څېړنې پر بنسټ یوه بل لور ته د خلکو کډوالي معلومولو ته پام واوښت.
د ډي این اي پر بنسټ ټوله نړۍ کې د انسانانو تاریخونه له سره لیکل کېږي او په هند کې هم له همدې کبله یو په بل پسې دلچسپ انکشافات یا موندنې رابرسېره کېږي.
دغسې یوه څېړنه د تېر کال (۲۰۱۸) په مارچ کې د هارورډ پوهنتون توکم پېژندونکي پروفیسر ډېوډ ریچ په مشرۍ وشوه.
له ده سره د نړۍ له لره او بره دغه څېړنه کې ۹۲ نورو ماهرینو هم ونډه درلوده چې د لرغونپېژندنې بېلا بېلو برخو کې وتلي کسان وو.
دوی د سویلي او مرکزي اسیا د جینیتک تشکیل تر سرلیک لاندې څېړنه کې حیرانونکي معلومات وموندل. څېړنه کې معلومه شوه چې تېرو ۱۰ زره کلونو کې هند ته دوه ځله په لویه کچه د انسانانو کډوالي شوې.
لومړی ځل د سویل لویدیځ ایران له زاګروس غرونو( چې نړۍ کې لومړی ځل د وزو اهلي کولو ثبوتونه پکې شته) او داسې ښکاري چې هند ته لومړی ځل شپانه او بزګران له هماغه لوري راغلي دي. دغه کډوالي له میلاده د دریو او اووه زره کلونو مخکې موده کې شوې.
دغه شپانه له هغو افریقايي کډوالو سره مخلوط شوي چې ۶۵ زره کاله پخوا هند ته تللي وو او دغو خلکو په شریکه هړپه تمدن رامنځته کړ. له میلاده ۲۰۰۰ کاله مخکې بیا د خلکو دویمه جوپه هند ته ورسېده چې دا اریایان وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
دوی له یورو اسیايي میداني سیمې هلته لاړل. دا هغه سیمه ده چې اوس یې د قزاقستان هېواد په نامه پېژنو. دوی ښايي له ځان سره د سنسکریت لومړنۍ بڼه هم هلته یوړه.
دوی دغه راز د اسونو سمبالول زده و او د قربانۍ ورکولو په څېر یې یو شمېر دودونه له ځان سره یووړل چې د ویدیک لومړنی هندو کلتور بنسټ یې رامنځته کړ 'له دې زر کاله مخکې د همدې میدانونو خلک اروپا ته تللي وو، هلته له بزګرو سره یو ځای شوي وو، نوي تمدنونه یې رامنځته کړي وو او انډو اروپايي ژبې یې خپرې کړې وې. '
دغه راز نورو څېړنو هند ته د سویل ختیځې اسیا د ژبو یوې کورنۍ چې اسټرو اسیاتیک نوم ورکړل شوی، د ویونکو تګ هم ثابت کړی دی.
هغسې چې ما خپل کتاب کې یادوونه کړې، د هند نفوس یوه سیمه کې لږ او بله سیمه کې ډېر، خو په ټول کې له پنځوسو تر پنځه شپیته سلنه پورې هندیان په جنیټیک ډول د خپلو لومړنیو نیکونو اړوند دي. دغسې په لومړي سر کې د هړپه مدنیت اړوند خلکو برخه غوښینه ده، ورپسې استرو اسیاتیک ژبو خاوندان او بیا هم د انډو اروپايي ژبو ویونکي یا اریایان دي.
د ګڼ شمېر ښي اړخه هندیانو لپاره دغه موندنې بې خونده دي.
دوی د ښوونځیو نصابو بدلون لپاره هلې ځلې کولې او له دغو کتابونو یې د اریایانو د کډوالۍ یاددونې لرې کولو غوښتنه کوله. دغه راز یې پر ټویټر پاڼه پر هغو مخکښو هندي مورخینو هم نیوکې کولې چې د اریایانو کډوالۍ موضوع دفاع یې کوله.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندو توکمپالو په اند دا منل زیان رسوي چې ګواکې اریایان د هند لومړني اوسېدونکي نه وو او دا چې هړپه تمدن له دوی مخکې وجود درلود.
دوی فکر کوي دې سره باید دا هم ومنل شي چې اریایان یا د دوی ویدیک کلتور د هند مدنیت بنسټګر نه دي، بلکې سرچینې یې بل ځای دي. دا وروستیو کې د هند بشري ځواک مرستیال وزیر ستیه پال سینګ له قوله ویل شوي وو:
''یوازې ویدیک ښوونه زموږ ماشومان ښه روزلای شي، یوازې هغه کسانو کې هېوادنۍ مینه راپیدا کېږي چې ذهني نظم یا ډسپلین ولري. ''
د نفوسو د بېلا بېلو ډلو مخلوطول هم د هندو ملتپالو لپاره ډېره په زړه پورې موضوع نه ده، ځکه دوی د توکمیز نګه والي پلوي دي. د کډوالۍ موضع ثابتېدل یو بل اړخ هم لري او هغه دا چې د مغولو مسلمانانو په څېر اریایان هم د هند د نیواکګرو په کتار کې راولي.
دغه بحث یوازې د تهیوري تر حده نه پاتې کېږي، بلکې پلازمېنې ډیلي ته څېرمه هریانه کې واکمن بي جي پی غوښتي چې هړپه مدنیت ته باید د سرسوتې سیند مدنیت نوم ورکړل شي.
سرسوتي سیند چې په ویدونو کې سپیڅلی بلل شوی، له نوم سره به یې د مدنیت او اریایانو تر منځ تړاو کلک شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو نوې څېړنه دغه بحث پای ته رسوي او له همدې کبله د ښي اړخه هندوانو لپاره حیرانونکې دي.
د نوې څېړنې په اړه په یوه ټویټر پیغام کې د هاورډ پوهنتون پخواني استاد او د واکمن ګوند پارلمان غړي سبرامینیم سوامي په دغه څېړنه نیوکې کړې:
''دا ( د هارورډ 'درېیم) ریچ او هغه د انډیوالانو ' شمېرې دروغ دي، لعنتي دروغ دي. ''
خو هغه رښتینی پیغام چې نوې څېړنه یې لري، په زړه پورې دی او هیله مندي ډېروي او هغه دا چې هندیانو د بېلا بېلو تاریخونو او وراثتونو په مرسته خورا اوږد مهالی مدنیت رامنځته کړی دی.
په ټولو ښو وختونو کې د شړلو پر ځای زغمل او په رنګارنګي کې یو رنګي د هند جنټیک جوړښت کمال او ځانګړتیا وه.








