هند کې هوا دومره ککړه شوې چې "د زغملو نه ده"

د عکس سرچینه، AFP
د هند د پلازمېنې ډيلي مشر وزیر اروېند کجریوال وایی، د دې هېواد په شمالي برخو کې د هوا ککړتیا دومره ډېره شوې ده چې نوره د زغملو وړ نه ده. چارواکو له خلکو غوښتنه کړې ده چې د ځان ساتلو لپاره په کورونو کې پاتې شي.
پرون د یکشنبې پر ورځ د پلازمېنې ډيلي په ځینو برخو کې د هوا ککړتیا "خطرناکې کچې" ته ورسېده او شونې ده چې د دې ښار اوسېدونکو ته تنفسي ستونزې پیدا شي.
مشر وزیر کجریوال له مرکزي حکومت غوښتي چې دوی سره مرسته وکړي او د زهرجنې ککړتیا ستونزه حل کړي.
د دې چټلې هوا له کبله ښوونځي تړل شوي، تر ۳۰ هوایي الوتنې نورو ښارونو ته استول شوې دي او ودانیزې چارې درول شوې دي.
د ډيلي د روغتیا وزیر ستیندر جېن د دې ښار خلکو ته سپارښتنه کړې ده چې سهار او ماښام ناوخته دې له کورونو بهر له فزیکي چارو یا ګرځېدو ډډه وکړي.
حکومت همدا راز خلکو ته ویلي چې له کور بهر د ککړې هوا ضد ماسکونه یا پوزکۍ واغونځي، هغو سیمو ته دې نه ځي چې هوایي یې ډېره ککړه ده او د کورونو دروازې او کړکۍ دې بندې وساتي.

د عکس سرچینه، Empics
د ډيلي په هوا کې د ککړو ذراتو کچه له نورمال کچې لوړه شوې ده او اوس ډيلی د چین تر پلازمېنې بیجنګ هم اووه چنده ډېره ککړه هوا لري.
د هند د روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي، هوا دومره ککړه ده چې اوس یې د دوی څارونکې الې سم حساب هم نشي کولی او دا وضعیت یې یو ناورین بللی.
ځینې کسان په دې باور دي چې ښایي ډيلي کې د نړۍ په تاریخ کې د تر ټولو ککړې هوا ورځ ثبت شي. حکومت د تېرې جمعې پر ورځ په ښوونځیو کې د ککړې هوا ضد پنخه میلیونه ماسکونه یا پوزکۍ وویشلې.

د عکس سرچینه، AFP
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د قلبي حملو، د سږو سرطان او د زړه ناروغیو له کبله دریمه برخه مړینې د ککړې هوا له امله کېږي.
دغه سازمان پر خپله وېبپاڼه لیکلي، ککړه هوا خلکو ته هماغومره زیان رسوي لکه سیګرټ څکول.
په داسې حال کې چې هندي سیاستوال د دې وضعیت پړه پر یو بل ور اچوي، د یکشنبې پر ورځې یو شمېر ځوانانو په ډيلي کې احتجاج وکړ او د ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه.
کارپوهان وایي، د کال په دې موسم کې د ډيلي هوا ځکه دومر ککړېږي چې د شاوخوا سیمو بزګران په کروندو کې پاتې سواره یا بوټو بېخ سوځوي، چې راتلونکي فصل ته ځمکه چمتو کړي.









