۱۰۵ کلنې مېرمن په خپل کلي کې لومړنی تشناب جوړ کړ

د عکس سرچینه، .
د سې شنبې په ورځ د مرکزي هند په چهتیس ګړ ایالت کې دهامتاري لومړنۍ داسې سیمه اعلان شوه، چې ټول اوسېدونکي یې تشنابونه لري.
په کور دننه د تشنابونو رغونې دغه نوښت کووربای یادېو ته ورکول کېږي، چې ادعا کوي ۱۰۵ کلنه ده.
نوموړې خپله یوازینۍ شتمني چې یو څو وزې وې، د دې لپاره پلورلې، چې په کور دننه تشناب جوړ کړي.
د بي بي سي خبریاله ګېتاپانډې په خپل رپوټ کې وايي، دغه زړه ښځه د هامتاري کلي کې چې د چهتیس ګړ په ۱۰۰ کيلومترۍ کې پروت دی، ژوند کوي.
هغه اوس په دغه سیمه کې یوه پېژندل شوې څېره ده. کلیوال او ان حکومتي چارواکي یې لیدو ته ورځي.

د عکس سرچینه، .
د روان اوږدو کې ان د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي هم د نوموړې لیدو ته ورغلی و او د دغې ستونزې د حل لپاره یې د دې هڅې وستایلې.
که د دهامتاري سیمې له اوسېدونکو وپوښتل شي چې کورونو کې د تشنابونو نه درلودو ستونزه مو څنګه حل کړې، ټول مېرمن یادېو ته ګوته نیسي.
دوه کاله وړاندې د هند لومړي وزیر د پاک هند کمپاین پیل کړ.
د دغه کمپاین هدف هند کې د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر میاشتې تر دویمې نېټې پورې په کورونو کې د تشناب د نه شتون ستونزه له منځه وړل دي.

د عکس سرچینه، .
هند دغه کمپاین له هغه وروسته پیل کړ چې رسمي شمېرو وښوله د هند ۵۵۰ میلیونه وګړي چې ښځینه او نارینه په کې شامل دي، د حاجت رفع کولو لپاره له کورونو بهر ځي.
دا چې هندیان له تشنابونو ډېر ګرځنده ټیلفونونو ته لاسرسی لري، پر دغه هېواد د ملنډو لپاره یو لامل شو، داسې نیوکې وشوې، چې ګواکې هند په خپلو لومړیتوبونو نه پوهېږي.
کله چې نجونې او ښځې د شپې له خوا د حاجت رفع لپاره بهر ته وځي، ډېری وخت له ځورونو او ان له جنسي تېري سره مخامخ کېږي.
د هند چارواکو د تشناب جوړولو په برخه کې ستر کمپاین پېل کړ چې په دې برخه کې خلک وهڅوي.
د هند لېرې پرتو سیمو ته حکومتي چارواکي واستول شول چې خلک د حاجت رفع کولو لپاره د بهر وتلو په زیانونو خبر کړي.
همدا وه چې مېرمن یادېو چې نژدې نیمه پېړۍ د حاجت رفع کولو لپاره نژدې ځنګله ته تلله، د تشناب په هکله یې واورېدل.
مېرمن یادېو ښوونځۍ نه دی لوستی او داسې کوم سند نه لري چې ۱۰۵ کلني یې تایید کړي، خو ګونځې مخ، کړوپه ملا او ضعیفې سترګې یې د لسیزو عمر شاهدي ورکوي.

د عکس سرچینه، PRESS TRUST OF INDIA

د عکس سرچینه، .
په دې وروستیو کلونو کې چې هغه ځنګله ته د حاجت ليرې کولو لپاره تلله، دوه وارې وغورځېده او ژوبله شوه.
هغه وایي ''له همدې امله د تشناب جوړولو په فکر کې شوم چې ستونزې مې لږ شي. مېرمن یادېو پیسې نه درلودې، نو له خپلو ۲۵ وزو یې اووه وپلورلې او لاس ته راوړې ۱۸۰۰۰ هندي روپۍ یې پر تشناب جوړولو ولګولې. ''
د مېرمن یادېو تشناب چې په کلي کې یې لومړی تشناب و، د دې د ګاونډیانو په منځ کې پرې خبرې کېدې، ډله ډله به یې لیدو ته ورتلل، ان له ليرې کلیو به بزګران د دغه تشناب لیدو ته ورتلل.

د عکس سرچینه، .
د مېرمن یادېو تشناب ته په کتو سره د کلي ډېر شمېر خلکو د تشناب په جوړولو پیل وکړ او له یوه کال وروسته د کلي ټولو کورونو تشنابونه درلودل.
دهامتاري کلي ملک واتسالا یادېو وایي په پیل کې د خلکو تشناب نه خوښېده، خو د مېرمن یادېو د تشناب په لیدو نورو هم په تشناب جوړولو پیل وکړ.
ځایي چارواکي وايی د تشناب جوړول ښه کار دی، خو داسې هېڅ تضمین نه شته چې خلک به ترې کار واخلي او که نه.
دوی وايي په ازاده فضا کې د حاجت رفع کولو په تړاو د خلکو ذهنیت او عادت باید بدل شي.








