هندي بزګرانو د حکومتي اصلاحاتو او نوي قانون پر ضد ټول هېواد کې کاربندیز اعلان کړ

هند، هندوستان، بزګران، نوي قوانین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په زرګونه هندي بزګران د ډیلي په دروازه کې د حکومت د نویو قوانینو پرضد احتجاج کوي.

په هند کې د کرنې برخه کې د اصلاحاتو او نوي قانون پر ضد اعتراضونه پیل شوي او بزګرانو کاربندیز پیل کړی دی. ګڼ سیاسي ګوندونو هم په دې اعتراض کې د حکومت پر ضد او د بزګرانو په ملاتړ درېدلي.

دا کار بندیز د حکومت او بزګرانو ترمنځ له درې پړاوه خبرو وروسته کېږي ځکه چې خبرو کومه مثبته پایله نه لرله او بزګران وايي چې د حاصلاتو د پلور او پېر په اړه د حکومت نوي قوانین د دوی په ګټه نه دي.

په پام کې ده چې په دې برخه کې د خبرو یو بل پړاو چهارشنبه ترسره شي.

د ډیلي د اعلی وزیر ارویند ګجریوال ګوند ادعا کړې چې نوموړی وزیر وروسته له هغه په کور کې نظر بند کړای شو چې د بزګرانو د ټولېدو ځای ته ورغی.

د عام ادمي ګوند په یوې اعلامیې کې ویلي هېڅوک اجازه نه لري چې د ښاغلي ګجریوال کور ته ورشي او یا ترې ووځي.

خو د ډیلي پولیس دا ادعا ردوي او وايي چې د شخړو د مخنیوي په خاطر یې عمومي اقدامات کړي دي.

په هندوستان کې لږ ترلږه پنځلسو ګوندونو د بزګرانو د اعلان شوي کاربندیز ملاتړ کړی.

لسګونه زره بزګران له تېرو دوولسو ورځو راهیسې په ډیلي کې د احتجاج په توګه دېره دي او ښار ته یې د ننوتلو ټولې لارې تقریباً بندې کړې دي.

په ګڼ شمېر کې پولیس په ډیلي کې ځای پرځای شوي دي.

واکمن بي جې پي ګوند وايي د کرنې په برخه کې اصلاحات چې له مخې یې شخصي سکتور ته ډېره ونډه ورکړل شوې د بزګرانو عاید نه کموي.

د نویو قوانینو له مخې بزګران کولای شي چې د مارکیټ په بیه خپل حاصلات پر شخصي پېرېدونکو، لویو مارکیټونو او انلاین توګه وپلوري.

اوس مهال ډېری هندي بزګران خپل حاصلاحات د حکومت تر کنټرول لاندې مارکیټونو کې په ټاکلو بیو پلوري.

دې مارکیټونو کې د چارو واګي په خپله د بزګرانو په لاسونو کې دي او یا هم د سیمې مخور او هغه چې ډېرې کرنیزې ځمکې لري د بزګرانو او مارکیټونو ترمنځ د دریمګړي رول لوبوي.

خو بزګران دا خبره نه مني چې نوي قوانین د دوی په زیان نه دي.

په وروستیو اونیو کې زرګونو بزګرانو چې په ترکتورانو کې سپاره او پلي وو په ډیلي کې مظاهرې وکړې.

د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ هله شخړې هم وشوې چې پولیسو هڅه وکړه پلازمېنې ته یې د ننوتلو مخه ونیسي.

که څه هم وروسته بزګرانو ته اجازه ورکړل شوه چې پلازمېنې ته دننه شي، خو لا هم زرګونه بزګران د پلازمېنې په دروازو کې پراته دي او وايي تر هغه به بېرته ستانه نه شي چې حکومت د کرنې په برخه کې رامنځ ته کړي اصلاحات لغوه نه کړي.

هند، هندوستان، بزګران، نوي قوانین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېری بزګران د خپلو کورنیو له ټولو غړو سره د ډیلي په دروازو کې پراته دي او همدغلته اخلي پخلی کوي.

د بزګرانو د احتجاج دغه ځایونه اوس لکه کمپونه داسې شوي ځکه چې د ډېرو بزګرانو د کورنیو ټول غړي ورسره دي او همدغلته اخلی پخلی کوي او ویده کېږي.

ډېری احتجاج کوونکي بزګران د شمالي ایالتونو پنجاب او هریانا دي.

د دوی کمپاینونو په پنجاب ایالت او له هېواد بهر په ټولنیزو شبکو کې د سیکانو ترمنځ ملاتړ موندلی دی.