تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندي کروندګرو د نه خوړولو اعتصاب پیل کړ
هندي بزګرانو د حاصلاتو د پلورولو په اړه د نویو قوانینو په اعتراض وروستي ګام کې د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی دی. د بزګرانو د ټولنو مشران وايي د بزګرانو ډلې به په وار وار پلازمېنه ډیلي کې د ۲۴ ساعتونو لپاره د نه خوړولو اعتصاب کوي.
په همدې حال کې له لویدیځ مهاراشترا ایالت نه یو شمېر بزګران پر موټرسایکلونو او نورو وسایلو کې سپاره دي او ډیلي ته روان شوي چې د بزګرانو په اعتصاب کې ګډون وکړي.
واکمن بي جې پي ګوند وايي، د کرنې په برخه کې اصلاحات چې له مخې یې شخصي سکتور ته ډېره ونډه ورکړل شوې د بزګرانو عاید نه کموي.
خو بزګران دا خبره نه مني چې نوي قوانین د دوی په زیان نه دي او وايي د نوي قانون ګټه به یوازې لویو سوداګرو ته ورسېږي.
حکومت پرون یکشنبه د بزګرانو د اتحادیو ۴۰ مشرانو ته د بل پړاو خبرو بلنه ورکړه.
هندي بزګرانو ولې احتجاجونه پیل کړي؟
د نویو قوانینو له مخې بزګران کولای شي چې خپل حاصلات د مارکیټ په بیه پر شخصي پېرېدونکو، لویو مارکیټونو او انلاین توګه وپلوري.
اوس مهال ډېری هندي بزګران خپل محصولات د حکومت تر کنټرول لاندې مارکیټونو کې په ټاکلو بیو پلوري.
دې مارکیټونو کې د چارو واګي په خپله د بزګرانو په لاسونو کې دي او یا هم د سیمې مخور او هغه چې ډېرې کرنیزې ځمکې لري د بزګرانو او مارکیټونو ترمنځ د دریمګړي رول لوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بزګرانو ټولنو تراوسه پورې پنځه ځلې له حکومتي چارواکو سره د نویو قوانینو د لغوه کولو په اړه خبرې کړي خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
په ټول هېواد کې کاربندیز
تر دې وړاندې بزګرانو ټول هېواد کې د کاربندیز غوښتنه کړې وه چې ګڼو سیاسي ګوندونو یې ملاتړ وکړ.
د کاربندیز غوښتنه تر هغې وروسته وشوه چې د حکومت او بزګرانو ترمنځ د نوي قانون د لغوه کولو په اړه څو پړاوه خبرې بې پایلو پاتې شوې.
لسګونه زره بزګران له تېرې څه مودې راهیسې په ډیلي کې د احتجاج په توګه دېره دي او ښار ته یې د ننوتلو ټولې لارې تقریباً بندې کړې دي.
ګڼ شمېر پولیس هم ډیلي کې د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره ځای پرځای شوي دي.