د ارمینیا او اذربایجان اوربند له پیلدو څو دقیقې وروسته مات شوی

د اذربایجان ګنجه ښار ویجاړیو کې مرستندویان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اذربایجان ګنجه ښار ویجاړیو کې مرستندویان

ارمینیا او اذربایجان پر یوه بل تور لګولی چې په لانجمنه نګورنو-قره باغ سیمه کې یې بشردوستانه اوربند له پيله څو دقیقې وروسته مات کړی. دا اوربند تېره شپه (د ګرینویچ پر وخت د شنبې پر شپه) پیل شوی و.

د ارمینیا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، اذربایجان اوربند له پیلېدا څلور دقیقې وروسته د توغندیو په ویشتلو مات کړ.

وروسته اذربایجان وویل، ارمینیا له پیلېدا دوه دقیقې وروسته اوربند مات کړی دی.

وړاندې هم دواړو ښکېلو غاړو د روسیې په منځګړیتوب پر اوربند پرېکړه کړې وه، چې بېرته مات کړل شو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف، چې تېره اونۍ یې په منځګړیتوب اوربند شوی و، د اذربایجان او ارمینیا د بهرنیو چارو وزیرانو سره د اوربند په اړه خبرې کړ ې وې.

د لانجمنې نګورنو-قره باغ پر سیمه جګړه کې دواړو خواوو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا سیمه په نړیواله کچه د اذربایجان برخه بلل شوې، خو کنټرول یې د ارمنیانو په لاس کې دی.

دا د ۱۹۹۴ کال له جګړې او اوربند وروسته تر ټولو خونړۍ نښته ده.

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د نګورنو قره باغ مرکز سپانکارټ کې د نښتې له کبله ویجاړي

اذري چارواکو ویلي وو، ددغه هېواد پر دویم لوی ښار ګنجه ارمیني ځواکونو توغندي ویشتلي او پر یوه استوګنیز ځای لګېدلي دي.

دا په تېره یوه اونۍ کې پر ګنجه دویم برید دی، چې ویل کېږي ۱۳ کسان پکې وژل شوي او ۴۰ نور ټپییان دي.

په دې سیمه کې تر ۳۰۰ زرو ډېر کسان اوسېږي او د نښتې له سیمې ۶۰ کیلومتره لیرې ده.

خو د ارمینیا دفاع وزارت وايي، برید یې نه دی کړی، بلکې په وینا یې اذربایجان د قره باغ مرکز (سټپاناکرت) په ګډون په ګڼو استوګنیزو سیمو بریدونه کړي.

ملګرو ملتونو له دواړو غاړو غوښتي چې په ناپوځي سیمو له بریدونو ډډه وکړي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف ویلي، ددغو توغندیز بریدونو غچ به واخلي.

ده ویلي وو، ځواکونه به یې یوازې هغه وخت بریدونه ودروي چې ارمیني ځواکونه له نګورنو قره باغ سم لاسي ووځي.

د نګورنو قره باغ پر سر جګړه کې تر اوسه سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور سرپنا نه لري.

ستپاناکرت

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ارمینیا دفاع وزارت وايي، برید یې نه دی کړی، بلکې په وینا یې اذربایجان د قره باغ مرکز (سټپاناکرت) په ګډون په ګڼو استوګنیزو سیمو بریدونه کړي