د کراچۍ اور لګېدنه: اته کاله وروسته دوه تنه په اعدام محکوم شول

کراچس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګڼ کاریګر ځکه کارخونه کې بند پاتې وو چې کړکیو ته د وسپنې میلې نصب شوې وې

د کراچۍ یوې محکمې په ۲۰۱۲ کال کې یوې کارخونې ته قصدا د اور اچولو په جرم دوه تنه په اعدام محکوم کړل. دا د پاکستان د صنعت په تاریخ کې یوه تر ټولو پراخه اور لګېدنه وه چې ۲۶۰ تنه په کې ووژل شول او نږدې ۵۰ نور ټپیان شوي وو.

د ترهګرۍ ضد دې محکمې څلورو نورو کسانو ته چې په دې پېښه کې ښکیل بلل شوي عمر قید سزا ورکړه.

څېړنو ښودلې چې دې دوه کسانو د جامو جوړولو یوې کار خونې ته ځکه اور ورته کړ چې مالک یې دوی ته له باج ورکولو ډډه کړې وه.

محکمې ویلي دې کسانو د ایم کیو ایم ګوند پورې تړاو درلود چې هغه مهال په کراچۍ ښار کې واکمن وو.

د پېښې پرمهال سلګونه کسان په کار خونه کې بند پاتې وو ، ځکه د اور پرمهال د وتلو لارې یې نه لرلې.

د علي انټرپرایز کارخونې ودانۍ له اور لګېدنې وروسته

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د علي انټرپرایز کارخونې ودانۍ له اور لګېدنې وروسته

ډېرو کاریګرو د کارخونې له چته ټوپ کړل، خو نورو ځکه ټوپ نه شو وهلی چې کړکیو ته د وسپنو میلې نصب شوې وې.

تر ۲۴ ساعتونو پورې ژغورونکو ډلو هڅه کوله چې په ودانۍ کې ایسار کسان وژغوري، د اور وژنې شاوخوا ۴۰ موټرو اور مړ کړ.

د پېښې پرمهال د اور په لمبو کې ایسارو کسانو خپلوانو او ملګرو ته زنګونه.

د کراچۍ په بلدیه ټاون کې د علي انټرپرایز په نوم له دې کار خونې داسې حال کې د اور وژنې عملي مړي را ویستل چې د قربانیانو خپلوانو چیغې او سورې وهلې.