حوثیانو یوه امریکايي بې پیلوټه الوتکه 'غورځولې'

د امریکا بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې ګڼ ولسي وګړي هم وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د امریکا بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې ګڼ ولسي وګړي هم وژل شوي

امریکايي او یمني سرچینې وايي، حوثي وسله والو اورپکو د امریکا یوه تهاجمي بې پیلوټه الوتکه د یمن پلازمېنې صنعا ته څېرمه غورځولې ده.

دوو امریکايي چارواکو د نومونو نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته منلې ده چې یوه تهاجمي اېم کیو - ۹ ډوله بې پیلوټه امریکايي الوتکه د چارشنبې په ورځ ویشتل شوې ده.

وړاندې د حوثیانو یوه ویاند د امریکايي بې پیلوټه الوتکې د غورځولو ادعا کړې وه.

په ورته وخت کې د امریکا د مرکزي قوماندې (سنټکام) ویاند په یوه خبرپاڼه کې ددې پېښې په اړه ویلي وو چې په اړه یې پلټنه روانه ده.

سنټکام په خپله خبرپاڼه کې دا هم ویلي وو چې ''موږ په شکاره ویلي چې د ایران پاروونکي ګامونه او د وسله والو ملاتړ یې حوثیان د سیمې د امنیت لپاره یو ګواښ ګرځولی دی."

څو میاشتې وړاندې ایراني چارواکو هرمز تنګي ته څېرمه هم یوه امریکايي بې پیلوټه الوتکه ویشتلې وه.

د حوثیانو ویاند ویلي، ددغې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو لپاره کارول شوی توغندی یمن کې جوړ شوی.

د رپوټونو له مخې ویشتل شوې امریکايي بې پیلوټه الوتکه اېم کیو -۹ (MQ-9) ډوله ده

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د رپوټونو له مخې ویشتل شوې امریکايي بې پیلوټه الوتکه اېم کیو -۹ (MQ-9) ډوله ده

ددې پېښې تر نهايي تایید وروسته، به دا دویم ځل وي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکه یمن کې راغورځول کېږي.

په نیویارک کې د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز د القاعدې له بریدونو راهیسې، امریکا د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې ظاهراً له بې پیلوټه الوتکو ګټې اخیستل پیل کړي چې په افغانستان، پاکستان او یمن کې ترې ډېره ګټه اخلي.

د امریکا بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې په یادو هېوادونو کې ډېر ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

دا هم د لوستلو دي: