د یمن امنیتی چارواکی وایي د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپږ تنه شکمن وسله وال وژل شوي دي.
دا په تیرې یوې اوونۍ کې اووم ورته برید دی چی ترسره کیږي.
د دې هېواد په ختیځ کې پر یوه کور څو توغندي لګېدلي چې ګمان پرې کېده د القاعدې شکمن کسان په کې پټ دي.
امریکا په دا وروستیو کې په یمن کې د بی پیلوته الوتکو بریدونه ډېر کړي دي.












