"حوثیانو د نیولو او ربړونې لړۍ روانه ساتلې ده"

د عکس سرچینه، AP
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، حوثي یاغیانو د وسلې په زور ګڼ شمېر کسان نیولي، ربړولي او په لوی لاس یې د ځان دښمنان ګرځولي دي.
د دغه سازمان د بشري حقونو اړوند یوه تازه راپور کې راغلي، "۶۰ داسې پېښې یې ثبت کړې دي، چې پکې په اجباري ډول ځینې کسان بندي شوي دي".
راپور کاږي، په نیول شویو کې سیاستوال، خبریالان، اکاډیمیکې څېرې او فعالان دي.
حوثیان چې پر پلازمېنې صنعاء واکمن دي، د منل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي پلوو ځواکونو پروړاندې جنګېږي.
د ۲۰۱۵ له مارچ میاشتې راهیسې، کله چې سعودي د هادي په ملاتړ د پوځي ایتلاف مشري پیل کړه، د یمن شخړو کې لږترلږه ۶۲۰۰ کسان وژل شوي، چې نیمايي یې ولسي وګړي دي، او نژدې درې میلیونه نور وګړي له خپلو سیمو کوچېدو ته اړایستل شوي.
په روانه شخړه کې د یمن نژدې ۸۲ سلنه وګړي له سختې لوږې او انساني ناورین سره مخامخ شول.
د تېرې سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړ، چې په یمن کې ۷٫۵ میلیونه وګړي "د لوږې له سخت حالت" سره مخامخ دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، EPA
جان کینګ وویل، د میلیونونو یمنیانو لپاره د ملاتړو اړخونو په مرستو کې ډېر کمښت احساسېږي، هلته انسانان پاکو اوبو او صحي خوړو ته سخته اړتیا لري.
"مرګوني بریدونه"
د بښنې نړیوال سازمان وايي، حوثیانو تر خپل واک لاندې سیمو کې د "مخالفانو د جرړو ایستلو لپاره مرګوني بریدونه" کړي دي.
راپور کاږي، نیول شوي کسان په "مکرر ډول ربړول شوي"، حال دا چې هېڅ نیول شوي د وکیل لرلو او یا یې د کورنۍ له غړو سره د لیدلو حق نه درلود، چې ځینې کسان آن تر ۱۸ میاشتو پورې بندیان شوي.

د عکس سرچینه، Reuters
راپور زیاتويو نیول شوي کسان په پټو ځایونو او آن ځینې وخت په شخصي کورونو کې بند ساتل شوي او یا بېلو ځایونو ته لېږدول شوي.
په ډېری پېښو کې د نیول کېدو هېڅ لامل نه دی په ګوته شوی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، EPA








