له يمنه رارسيدلي رپوټونه وايي چې د امريکې د بې پيلوټه الوتکو په يوه بريد کې د القاعدې سره تړلي پنځه مشکوک کسان وژل شويدي .
په وژل شويو کسانو کې درې تنه يې ميرمنې دي . دغه بريد چې د يمن پلازمينې ته څيرمه د رادا په سيمه کې شوى ترې وړاندې د دغه هيواد په ختيځې سيمې هدراموت کې هم ورته بريد شوى و چې د خالد په نامه د القاعده شبکې د يو قومندان په گډون په کې اتلس کسه وژل شوي و .












