چین کې یو موټر چلوونکی د مخ موښلو له کبله جریمه شوی

د عکس سرچینه، SINA WEIBO
په چین کې یو موټر چلوونکي له هغه ورسته جریمه شوی چې د ترافیکو کمرې یې د مخ موښلو یا ګرولو په حال کې انځورونه واخیستل. دغه څارګره کمره د مصنوعي ځیرکتیا په تکنالوژۍ سمبال وه.
د جیلو ایوننګ پوست په رپوټ کې ویل شوي، د دوشنبې پر ورځ جینان ښار کې دغه موټر چلوونکي چې یوازې د لیو په نامه یاد شوی، هغه مهال د مخ موښلو لپاره لاس پورته کړ چې د ترافیکو له یوې نصب شوې کمرې د تېرېدو په حال کې و.
له دې وروسته نوموړي ته د جریمې له لیک سره د نوموړي 'جرم تر سره کولو پر مهال اخیستل شوی تصویر ' استول شوی او ورته ویل شوي چې د موټر چلولو پر مهال یې د موبایل یا ګرځنده ټیلیفون کاروولو سره ترافیکي قانون تر پښو لاندې کړی دی.
نوموړي پر مشهوره خواله رسنۍ سینا ویبو لیکلي، د خپل مخ موښلو (جرم) له کبله جریمه شوی دی او په خبره یې هڅه کوي چارواکو سره وویني او ستونزې ته حل ومومي، ځکه په وینا یې د ټیلیفون له لارې ورسره هیڅ مرسته نه ده شوې.
د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي د ښار ترافیکي چارواکو اوس دغه سړي ته ټاکل شوې جریمه لغوه کړې ده او هغه ته یې ویلي:
''د ترافیکو څار اتومات نظام د موټر چلوونکو خوځښتونه پېژني او بیا یې تصویر اخلي. او له همدې کبله د دغه ډرېور د مخ موښلو پر خوځښت غوږ ته د ټیلیفون نژدې کولو ګومان شوی دی. ''

د عکس سرچینه، SINA WEIBO
په داسې حال کې چې د خواله رسنیو ځینې کاروونکي دغې موضوع ته د ټوکو ټکالو په نظر ګوري او د طنز په ژبه پرې خبرې کوي، یو شمېر نورو بیا د کلک څار په تړاو اندېښنې څرګندې کړې دي.
ویل کېږي د چین په لر او بر کې همدا اوس ۱۷۰ میلیونه څارونکې کمرې فعالې دي او د حکومت له پلان سره سم به تر ۲۰۲۰ کال پورې ۴۰۰ میلیونه نورې په دغه هېواد کې ځای پر ځای شي.
دې کې ډېری کمرې داسې دي چې د مصنوعي ځېرکتیا پر مټ نه یوازې څېرې پېژني، بلکې ځینې خو یې د عمر، جنسیت او ان توکم اټکل هم کولای شي.








