موټرسایکل او بیا موټر چلوونکی روبات

دغه نمونه روبات په یوه ساعت کې ۱۲۰ کیلومتره واټن وهلی شي، خو لاهم پر هغې آلې کار روان دی چې د موټر سایکل دواړو خواوو ته د سرعت کمول او انډول ساتل یې دنده ده.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، دغه نمونه روبات په یوه ساعت کې ۱۲۰ کیلومتره واټن وهلی شي، خو لاهم پر هغې آلې کار روان دی چې د موټر سایکل دواړو خواوو ته د سرعت کمول او انډول ساتل یې دنده ده.

د جاپان "یاماها" شرکت انسان ته ورته د موټر سایکل چلوونکي روبات جوړولو هوډ کړی، چې په وینا یې دغه ټکنالوژي به یوه ورځ د موټر چلوونکي روبات په جوړولو هم بدله شي.

دغه شرکت خپل دغه نوی ابتکار د تېرې پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۹مه) د توکیو د ګاډو نندارتون (توکیو موټر شو ۲۰۱۵) کې نندارې ته وړاندې کړ.

دغه نندارتون په هرو دوو کلونو کې جوړېږي.

یاماها وايي، دغه روبات پخپله ځان کنټرولوي، او کله چې غواړي د موټر سایکل سرعت ډېر کړي، نو ځان چوملک او پر موټر سایکل ځان ټینګ ونسي – کټ مټ لکه انسان چې د موټر سایکل پر سر ګیرونه بدلوي یا برېک نیسي.

دغه شرکت خپل نوي اختراع شوي روبات ته "موټوبوټ فیر ۱" نوم ورکړی، چې کولی شي د جي پي اېس په مټ خپل موقعیت او تګلوری مشخص کړي، خو انسان کومه مرسته ورسره نه کوي.

دغه نمونه روبات په یوه ساعت کې ۱۲۰ کیلومتره واټن وهلی شي، خو لاهم پر هغې آلې کار روان دی چې د موټر سایکل دواړو خواوو ته د سرعت کمول او انډول ساتل یې دنده ده.

که دا روباټ بریالی شي نو د لیږد لګښت به ډیر راکم کړي او یا ښايي د توکو لیږدول بالکل وړیا کړي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، که دا روباټ بریالی شي نو د لیږد لګښت به ډیر راکم کړي او یا ښايي د توکو لیږدول بالکل وړیا کړي.

یاماها شرکت وايي، په راتلونکي کې به دې ته ورته روبات موټر هم وچلولی شي، چې اتومات موټر به چلوونکي انسان ته اړتیا پکې ونه لري.

د یاماها شرکت تنفیذي مشر هیروشي سایجو وايي: "کله چې یوه نېکبخته او خوندي ټولنه پیدا شي چې اتومات موټر پکې وچلېدلی شي، نو زه غواړم چې دا کار ژر ترسره شي".

لېږدوونکی روبات

نن سبا د روباټونو په اړه پراخې څېړنې روانې دي، اوس له یوې نوي روباته پرده پورته شوې چې د سکایپ د مؤسسینو له خوا ډیزاین شوی دی.

که دا روباټ بریالی شي نو د لیږد لګښت به ډیر راکم کړي او یا ښايي د توکو لیږدول بالکل وړیا کړي.

اهاتي هینل دا روبات جوړ کړی، هغه وايي:

اهاتي هینل

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، اهاتي هینل دا روبات جوړ کړی

"دا روبات له انټرنېټ سره وصل دی په ناسم وضعیت کې د کنټرول لپاره ځانګړي اپریټران مرسته کوي. په دې وربات کې نهه کامرې لګول شوې، د موبایل تیلیفون ټکنالوژي ددې روبات بله ځانګړتیا ده".

ددې روبات په اړه ویډیو يي رپوټ په <link type="page"><caption> بي بي سي ډاټ کام </caption><url href="http://www.bbc.co.uk/news/technology-34581691" platform="highweb"/></link>کې کتلای شئ.