پاکستان چین ته خره صادروي

خر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډیورنډ ډیورنډ‌ کرښې ته څېرمه په خیبر پښتونخوا کې ایالت کې د خرو د پالنې او روزنې نوي ځایونه هم جوړ شوي دي.

پاکستان چین ته د خرو صادرولو لپاره د خرو نوي ساتنځي جوړ کړي دي.

پاکستان له مالي کړکېچ او د بودیجې له کسر سره مخامخ دی.

دا ګام یې له دې کبله اخیستی چې د هېواد عواید ډېر شي.

پاکستان د څه باندې ۵ میلیون خرو په لرلو سره تر چین او اتیوپیا وروسته د خرو تر ټولو لوی ساتونکی هېواد دی.‌

د پاکستان دولت هوډ‌لري چې په لومړیو درېیو کلونو کې شاوخوا ۸۰ زره خره چین ته صادر کړي.

په چین کې د خرو غوښه ډېر زیات مینه وال لري.

په چین کې د خره له پوستکي په روغتیايي توکو جوړولو کې هم ګټه اخیستل کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

همدا شان چین د خره له پوستکي په دودیزو درملو کې هم ګټه اخلي.

ډیورنډ ډیورنډ‌ کرښې ته څېرمه په خیبر پښتونخوا کې ایالت کې د خرو د پالنې او روزنې نوي ځایونه هم جوړ شوي دي.

خیبر پښتونخوا: چین ته د خرو صادرولو پرېکړه

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دوه کاله مخکې حکومت د خرو نسل ژغورلو لپاره د خره پوست پر صادرولو بندیز لګولی و.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویلي، چین ته به د خرو صادرولو پروژې پر سر روانه میاشت له چینايي چارواکو سره خبرې وکړي.

بل لور ته پر خواله رسنیو په دې اړه له طنزه ډک پیغامونه خپاره شوي دي. پېښور کې د بي بي سي خبریال رفعت الله اورکزی وايي، چارواکو په دې اړه د پاکستان او چین تر منځ لویې سوداګریزې لارې 'سي پیک ' ته پر ځانګړې شوې ویبپاڼه لیکلي، چې د دغې پروژې لګښت یو میلیارد پاکستانیو روپیو ته رسېږي.

دغې پروژې ته د 'خیبر پښتونخوا او چین تر منځ د خرو د ودې تل پاتې پروژې ' نوم ورکړل شوی دی. دې لړ کې به د خرو د ودې لپاره ځانګړی پروګرام جوړیږي او عصري تکنالوژي به کاروول کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

پر ویبپاڼه ویل شوي، چې خرو ته په پاکستان کې اهمیت نه ورکول کېږي، خو په چین کې ځکه د ډېر اهمیت وړ بلل کېږي، چې هلته د خرو له پوست نه مهم درمل جوړیږي.

د صوبې چارواکي وايي، دغه پروژې کې به خلک نوي کاري فرصتونه ومومي.

خره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زمبامبورې کې د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت نوی مسلخ اکتوبر کې پرانیستل کېږي.

بل لور ته پر خواله رسنیو یو شمېر کسانو د دغې پروژې په تړاو له ټوکو، ټکالو ډک پیغامونه خپاره کړي دي. دوی د خرو تصویرنه خپاره کړي او ورسره یې د خواخوږۍ څرګندونه کړې.

نوشیران قلندر نومي فېسبوک کاروونکي پر خپله پاڼه لیکلي:

''له اعلی وزیر پروېز خټک نه په بښنې سره، د چین او پاکستان تر منځ د لویې سوداګریزې لارې لړ کې د خیبر پښتونخوا په برخه یوازې د خرو کاروبار رسېدلی دی ''

خالدخان نومي یوه بل کس د پوښتنې په انداز لیکلي:

'خر په څو پلورې؟ '

ځواب کې ورته لیکل شوي:

''زه یې دلته نه پلورم، چین کې یې پلورم! ''

د خره پوستکی
د عکس تشریح، ګهانا کې په پراخه کچه د خرو څرمنې لمر ته د وچېدو لپاره غوړول شوې دي.

له تېرو دوو، دریو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو په دې اړه خورا تاوده بحثونه روان دي. یو شمېر کسانو پر خپلو پاڼو هیله څرګنده کړې، چې ملګري یې باید ورسره د دغې موضوع له شریکولو ډډه وکړي، ځکه په وینا یې پاڼې یې له همدې عکسونو او پیغامونو په ډکېدو دي.

خره ولې په کمېدو دي؟

د نړۍ لر او بر کې د خرو نفوس ځکه له سخت خطر سره مخامخ دی، ځکه چین کې یې د پوټکي بازار خورا تود دی، چې په درملو او دودیزو خوړو کې ورنه کار اخیستل کېږي. د خرو غوښه هم په چین کې بازار لري، خو ویل کېږي، نن سبا یې غوښتنه لږ ده او یو سبب یې په سخته موندل هم بلل کېږي.

د افریقا ځینو برخو کې بې وزله کروندګر له دې کبله له ستونزو سره مخامخ دي، ځکه یوه لور ته د خرو غلا ډېره شوې او بل لور ته بې وزله کروند ګرو ته ورځ تر بلې د نوي څاروي پېرل ګرانېږي.