په چین کې د مېړه لټولو لپاره اضافي رخصتي

د عکس سرچینه، Getty Images
په چین کې سلګونه زره وګړي په نوي سپوږمیز کال کې د خپلو کورنیو د لیدو لپاره له خپل کاره اجازه اخلیو خو ځینې بې مېړه کارمنې او چې عمر یې د دېرشو او څلوېښتو کلونو ترمنځ وي، هله نېکبختې وي چې د واده لپاره اته ورځې نوره رخصتي ورکول کېږي.
ددې رخصتۍ هدف دا دی چې د ژوند ملګری پکې ومومي.
د چین "سوت چینا مارنېنګ پوسټ" موندلې چې د چین په ختیځ هانګجو ښار کې دوه شرکتونه خپلو هغو ښځینه کارمنو اته ورځې اضافي رخصتي ورکوي، چې په یادو شرکتونو کې مهمې دندې نه لري.
دې شرکتونو په یاد ښار کې د ښوونځیو د هغو رخصتیو پلان عملي کړی چې ناواده شویو ښځینه ښوونکو ته د "مینې رخصتۍ" په نامه اضافي رخصتي ورکوي.
"پاتې ښځې"
ښايي په چینايي ژبه کې دا اصطلاح د "پاتې ښځو" په معنا واخیستل شي چې څرګنده نغوته (اشاره) یې هغو ښځو ته ده چې تر شلو کلونو یې عمرونه لوړ وي خو واده شوې نه وي.
د عمر ددغه پړاو ښځې په چین کې له دې کبله ډېرې دي چې خپل ډېر وخت یې دندو ته ځانګړی کړی یا غواړي چې مجردې پاتې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو اوس پر دغو ښځو فشار ډېر شوی چې مېړونه ومومي، د چین حکومت د وګړو د زړبودۍ او کاري ځواک د کمېدو له اندېښنې سره مخامخ دی.
لیتا هانګ فینچر چې د Lefover women په ګډون یې ځینې کتابونه هم لیکلي، پر دې باور ده چې دا ګام د چین د حکومت له لوري د هغو ښځو په نښه کولو لپاره دی چې عمرونه یې تر شلو کلونو لوړ دي.
هغې بي بي سي ته ویلي: "دا ټوله د حکومت هڅه ده چې ښځې مېړونو موندلو او اولاد زیږولو ته وهڅوي".
د زیږون کچه ټیټېدل
که څه هم چین په ۲۰۱۵ کال د یوه ماشوم راوړلو تګلاره غوره کړې، خو په دې هېواد کې د زیږون کچه په ټیټېدو ده، همدارنګه له ۲۰۱۳ کال راهیسې د ودونو کچه هم ټیټه شوې ده.
لیکواله هانګ فینچر وايي، د دواړو جنسونو ترمنځ د توازن ساتلو په اړه چین له ستونزې سره مخامخ دی، ځکه کورنۍ هلک زیږولو ته هڅول کېږي او نجلۍ ته زړه نه ښه کېږي:

د عکس سرچینه، Getty Images
"په حقیقت کې په چین کې د ښځو شمېر لږ دی. د حکومت د شمېرو له مخې، په دې هېواد کې د ښځو پرتله د سړو شمېر دېرش میلیونه ډېر دی".
په چین کې د ټولنیزو علومو اکاډیمي وايي، ښايي تر راتلونکو پنځوسو کلونو پورې د هېواد د وګړو شمېر له اوسني شاوخوا ۱٫۴ میلیار د څخه ۱٫۲ میلیارد ته راټیټ شي.









