لسو کلونو کې د چین نفوس ۱٫۴۴ میلیاردو ته رسېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین په یوه حکومتي رپوټ کې ویل شوي، چې د "نه درېدونکي کمښت" پړاو ته تر رسېدو مخکې به د ۲۰۲۹ کال په راتلو سره به ددغه هېواد د وګړو شمېر ۱٫۴۴ میلیارد ته ورسېږي.
دا څېړنه د وګړو او کارګرو په زرغون نومي کتاب کې راغلې ده.
د چین په یوه مخکېني رپوټ کې راغلي وو، چې په دې هېواد کې د زړو وګړو شمېر به تر ۲۰۳۵ پورې ۴۰۰ میلیون ته ورسېږي، دا شمېر په ۲۰۱۷ کال کې ۲۴۰ میلیونه و.
په چین کې یوازې یوه ماشوم ته د زیږولو اجازه وه، خو اوس داسې هیله شته چې پلرونه دویم ماشوم هم وزیږوي، چې دا کار به د ټولنې د زړېدو په مخنیوي کې مرسته وکړای شي.
د یوه ماشوم لرلو تګلاره په ۱۹۷۹ کال په چین کې پلی شوې، چې ترې یو کال وړاندې اقتصادي اصلاحات راوستل شول.
ددغې تګلارې پربنسټ سرغړوونکو ته سزا ورکول کېږي، چې غرامت او له دندې شړل هم پکې راځي.
په چین کې د سرشمېرنې د ملي ادارې د راپور له مخې په ۲۰۱۶ کال په دغه هېواد کې ۱۷۸۶ میلیون ماشومان زیږېدلي دي.

د عکس سرچینه، VICTOR FRAILE RODRIGUEZ
خو په ۲۰۱۷ کال دا شمېر ۱۷۲۳۰۰۰۰ ته رسېدلی و.
د یوه ماشوم زیږولو تګلاره
- ۱۹۷۹: د حکومت د تګلارې له مخې ټول پلرونه او میندې یوازې د یوه ماشوم زیږولو ته هڅول شوي.
- ۱۹۸۲: په حکومت کې د "ماشومانو د لرلو پلان" مهم لومړیتوب و.
- ۲۰۰۰: مور او پلار دویم ماشوم هم زیږولی شي که دوی یوازې یو ماشوم ولري.
- ۲۰۱۵: د یوه ماشوم لرلو د تګلارې پای او ټولو میندو او پلرونو ته د دویم ماشوم لرلو اجازه.

د عکس سرچینه، Getty Images









