چین کې نوي زیږېدلي ماشومان په ښکاره په انټرنېټ خرڅېږي

بي بي سي پخپله یوه څېړنه کې موندلې ده، چې چین کې نوي زیږېدونکي ماشومان په ښکاره ډول په انټرنېټ پلورل کېږي او په دې اړه تبلیغ ورته کېږي.

په انټرنېټ ددغه خرڅلاو یوه برخه کوچني ماشومان دي، چې په زویتوب نیول کېږي.

که څه هم په چین کې د کوچنیو ماشومانو د قاچاق مخنیوي لپاره پولیس هڅې کوي، خو ښکاري چې په دې هېواد کې د کوچنیو ماشومانو پېر او پلور په ډېرېدو دی.

د بېلګې په توګه، په انټرنېټ د ۳۰ امریکايي ډالرو مقابل کې د یوې اته کلنې نجلۍ د خرڅلاو اعلان شوی و.

د بي بي سي یوه خبریال چې ځان یې احتمالي پېردونکی معرفي کړی و، په یوه وېډیويي اړیکه کې د یوې نجلۍ له مور سره غږېدلی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

په ۲۰۱۲ کې د چین سوېل لوېدیځ سیچوان کې یوه نرسه یو ژغورل شوی ماشوم لېږدوي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په ۲۰۱۲ کې د چین سوېل لوېدیځ سیچوان کې یوه نرسه یو ژغورل شوی ماشوم لېږدوي

دغه ښخه ادعا کوي، چې کور کې نور څوک نه لري، همدا ده چې د خپلې نوې زیږېدلې لور د لویو مالي توان نه لري.

که څه هم په چین کې په زویتوب یا لورولۍ د ماشومانو نیول قانوني بڼه لري، خو خرڅول یې د قانون خلاف کار دی چې د انسانانو د قاچاق په توګه ورته کتل کېږي.

اټکل دی، چې هر کال په چین کې شاوخوا شل زره کوچني ماشومان تښتول کېږي، چې زیاتره یې بیا د پېردونکو او پلورونکو ترمنځ د پیسو مقابل کې معاملې ته برابرېږي.

په ۲۰۱۲ کې د سیچوان یوه روغتون کې یوه نرسه تر ژغورلو وروسته د یوه ماشوم پالنه کوي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په ۲۰۱۲ کې د سیچوان یوه روغتون کې یوه نرسه تر ژغورلو وروسته د یوه ماشوم پالنه کوي
اټکل دی، چې هر کال په چین کې شاوخوا شل زره کوچني ماشومان تښتول کېږي، چې زیاتره یې بیا د پېردونکو او پلورونکو ترمنځ د پیسو مقابل کې معاملې ته برابرېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، اټکل دی، چې هر کال په چین کې شاوخوا شل زره کوچني ماشومان تښتول کېږي، چې زیاتره یې بیا د پېردونکو او پلورونکو ترمنځ د پیسو مقابل کې معاملې ته برابرېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service