چین کې ولې پنځوس میلیون کورونه خالي دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه تازه شمېرنه وايي، چې د چین هرو پنځو استوګنځیو کې یو تش دی.
لامل یې سخته ګراني ښودل شوې ده.
ځينې ښاري سیمو کې دومره ډېر کورونه خالي دي، چې ان د ارواوو ښار ورته ویل کېږي او دا ډول ښارونه دومره پېژندل شوي چې ان کله کله ګرځندویان ورځي.
خو چیايي چارواکو ته دا کومه خبره نه ده چې له شل سلنې ډېر ښاري کورونه خالي دي.
د تګزاس پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد جال لي په مشرۍ زرګونو کسانو دا څېړنه د چین مختلفو سیمو کې کړې ده.
د څېړنې له مخې ډېری تش کورونه د هغو کسانو دي چې بل استوګنځی هم لري.
څېړنه وايي، چې دلالي او احتکار هم هغه څه دي چې په میلیونونو کسان کور نشي اخیستلی.
د پیسو نړیوال صندوق وايي، که د کور بیه عاید ته پام کې ونیول شي، د نړۍ له لسو ګرانبیه ښارونو اووه په چین کې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پوهاند لي د خپلې څېړنې پایله کې لیکلي، د شواهدو له مخې ویلي شو چې کسان او کورنۍ نه د استوګنځیو بازار ته زړه ښه کوي او نه یې پوره وس لري:
"د کورونو بیې د هغو کسانو له امله لوړې دي چې غواړي له دې لارې پیسې وګټي، ډېری پېرونکي یې هم داسې کسان دي چې له یوه ډېر کورونه لري".
د نوموړي رپوټ وايي، چې د ۲۰۱۳ کال د دریمو دریو میاشتو پرتله د ۲۰۱۴ کال دریمو دریو میاشتو کې د لومړنیو کور اخیستونکو سلنه له ۴۸ څخه ۲۰ سلنې ته ټیټه شوې ده.
داسې ښکاري چې لږ تر لږه ځینې پانګوال غواړي پیسې د کورونو اخیستلو کې بندې کړي.
پر دې سربېره ډېرې کورنۍ فکر کوي چې د خپلو بچیانو سره د مرستې لپاره ښه دا ده چې کور رانیسي.
ځکه له کوزدن مخکې خبرو کې د کور مسله یادېږي.
د چین اقتصادي پلانوونکي له څو کلونو راهیسې د دې حالت بدلول غواړي.
ان د چین ولسمشر شي جن پینګ خلکو ته یو ځل وویل: "کور د ژوند لپاره دی، نه د احتکار لپاره".
د ۲۰۱۷ کال پسرلي کې د چین قانون جوړوونکو پر استوګنځیو مالیه لګول د راتلونکو پنځو کلونو یو لومړیتوب هم وباله؟

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم د کوروالو یا شتنمو د خوښې خبر نه و، خو د چین حکومت هماغه وخت د جایداد اړوند معلوماتو مرکز جوړ کړ.
د چین حکومت پوهېږي چې د استوګنځیو برخه کې باید په پام ګام پورته کړي.
د اټکلونو له مخې د چین د کورني ناخالص تولید نږدې پنځمه برخه د استوګنځیو بازار پورې تړلې ده.
د پانګوالو اندېښنه په چټکۍ په کړکېچ بدلېدلی شي.
یوه نظر پوښتنه کې هغو خلکو چې لږ تر لږه یو تش کور لري ویلي، که د مالیو نوی قانون پلی شي، دغه کور پلوري.
که کور وال دا ډول ناڅاپي پرېکړه کوي، ممکن د کورونو بیې په چټکۍ کمې شي او کړکېچ پیدا کړي.
پوهاند لي په دې هکله وايي: له کلونو راهیسې اقتصادپوهان پر استوګنځیو د مالیې لګول غواړي، خو په دې برخه کې ستونزې پیدا کېدلو ته ټټر نه وهي.








