د چین اقتصاد په تېرو ۲۵ کلونو کې اوس ورو شوی
د پیسو نړیوال صندوق سږ او راتلونکي کال لپاره د نړیوال اقتصاد وړاندوینه ټیټه ښودلې ده.
یوه رپوټ کې اې اېم اېف څو ننګونې یادې کړې دي، یو په کې امریکا کې د سود لوړېدل او د چین اقتصادي ځوړ یاد شوی دی.
نویو شمېرو چې د چین د احصایو ملي ادارې خپرې کړي ښکاري چې د نړۍ دغه دویم لوی اقتصاد تېر کال تش ۶. ۹ سلنه وده کړې وه.
دا په ۲۵ کلونو کې تر ټولو ورو وده یاده شوې.