د نړۍ په کومو هېوادونو کې پر نقاب بندیز دی؟

نقاب

د عکس سرچینه، Getty Images

سري لنکا چارواکو دغه هېواد کې پر کلیسا او هوټلونو له بریدونو وروسته په عام محضر کې پر مخ پټولو بندیز ولګاوه. د دغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل، داسې هر ډول کالي اغوستل ممنوع دي چې د څېرې په پېژندلو کې خنډ پیدا کوي.

د دغه اقدام پلویان وايي، د ولس خوندیتوب لپاره دا ښه ګام دی او له کبله به یې د هېواد د خلکو تر منځ توپیر او تبعیض له منځه لاړ شي. خو د بشري حقونو ځینې فعالان بیا د سري لنکا حکومت دغه اقدام د مسلمانو ښځو خلاف له تعصب او تبعیضه ډک چلند بولي، ځکه د یو شمېر ښځو لپاره مخ پټول د مذهب لازمه برخه ده.

خو پوښتنه دا ده چې له سري لنکا سره د نړۍ نور کوم هېوادونه داسې دي، چې دغه ډول بندیزونه پکې لګول شوي دي؟

اروپا

فرانسه لومړنی اروپايي هېواد دی چې ۲۰۱۱ کال کې یې پر برقعې بندیز ولګاوه. که څه هم دغه بندیز وننګول شو، خو د بشري حقونو اروپايي محکمې ۲۰۱۴ کال کې دغه بندیز پر خپل ځای پرېښود. ډنمارک ۲۰۱۸ کال کې پر برقعې بندیز ولګاوه، خو د دغه بندیز پر ضد احتجاج وشو.

ډنمارک چارواکو وویل، که څوک داسې کالي واغوندي چې ټول مخ یې پکې پټ شي، زر کرونه ( څه باندې ۱۵۰ ډالر) به جریمه شي او که دویم ځل داسې وکړي، جریمه به یې لس برابره شي.

د هالنډ پارلمان د ۲۰۱۸ کال په جون کې په روغتونونو، ښوونځیو او ښاري ټرانسپورټ کې پر داسې کالیو بندیز ولګاوه چې ټول مخ پټوي، البته پر سړکونو دغسې کالیو کې ګرځېدل استثنا وبلل شول.

نقاب
برقعه

جرمني کې بیا د ګاډي چلولو پر مهال نقاب غیر قانوني دی. د جرمني پارلمان د قاضیانو، حکومتي مامورینو او پوځیانو لپاره د جزوي بندیز منظوري ورکړې او هغه ښځې چې نقاب استعمالوي باید د قانون له مخې د پېژندګلوۍ لپاره نقاب لېرې ک

اتریش یا اسټریا په ښوونځیو او محکمو کې ۲۰۱۷ کال کې پر مخ پټولو بندیز لګولی او بلجیم ۲۰۱۱ کال کې پر برقعې بندیز لګولی دی. د دغه قانون له مخې پر سړکونو او پارکونو کې پر داسې کالیو بندیز دی، چې د څېرې پېژندګلوۍ کې خنډ رامنځته کوي.

ناروې بیا ۲۰۱۸ کال کې پر حجاب د بندیز قانون تصویب کړ. بلغاریا کې ۲۰۱۶ کال کې داسې قانون تصویب شو، چې برقعه اغوستونکې ښځې جریمه کېږي او له دولتي امکاناتو محرومېږي.

دغه راز لکسمبرګ په روغتونونو، محکمو او دولتي ودانیو کې پر نقاب بندیز لګولی. د ایټالیا په ځینې سیمو کې بیا پر نقاب یا برقعې بندیز لګول شوی، چې نوارا ښار هم پکې شامل دی.

د دغه ښار ځايي چارواکي د شمالي لیګ غړي دي چې له کډوالۍ سره مخالف دي. د اسپانیا بارسلونا ښار په ښاروالۍ دفترونو، بازار او کتابتونونو کې پر نقاب بندیز لګول شوی او دغه راز د سویټزرلنډ په ځینې سیمو کې ورته بندیزونه لګول شوي دي.

افریقا

د چاډ، ګابون او کامرون په شمالي سیمو او د نایجر په ساحلي سیمو کې او دغه راز د کانګو جمهوریت کې د ۲۰۱۵ کال له بریدونو وروسته پر مخ پټولو بندیزونه ولګېدل. هغه ځانمرګي بریدونه یو شمېر ښځو کړي وو، چې برقعې یې اغوستې وې.

الجیریا کې له اکتوبر ۲۰۱۸ راهیسې د حکومتي مامورینو لپاره پر برقعې اغوستلو بندیز لګېدلی دی.

چین

د چین په سینکیانګ سیمې په عام محضر کې پر نقاب او دغه راز د اوږدې ږيرې پر پرېښوولو بندیز لګېدلی. سنکیانګ د ایغور توکمه مسلمانانو ټاټوبی دی.